د ایران ولسمشریزو ټاکنو کې رایه اچونه د شپې ۱۰ بجو پورې وغځېده
ایران کې دولسمې دورې ولسمشریزو ټاکنو کې رایه اچونه لا روانه ده او خلک ټاکنیزو مرکزونو ته روان دي. دا یوازې ولسمشریزې نه بلکې د ښارونو او د کلیو د اسلامي شورا د ټاکنو پنځمه دوره هم ده.
د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای له خلکو وغوښتل چې ټاکنو کې برخه واخلي او هرڅومره ژر چې کولی شي خپله رایه صندوق کې واچوي.
د ایران مشرانو د ورځې په لومړنیو ساعتونو کې خپله رایه ورکړه.
د رای ورکونې موده د جمعې د ورځې د ماښام تر شپږو بجو ټاکل شوې وه، خو د معمول په ډول پر ټاکنو د څار مرکزي پلاوي دغه موده د شپې لسو بجو ته وغځوله.

د عکس سرچینه، Reuters
د رایو پر پاڼو ټول نومونه د نارینه نوماندانو دي. د اسلامي جمهوریت په نژدې څلور لسیزې تېر تاریخ کې، هېڅ یوې ښځې ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ولسمشرۍ لپاره ځان ونوموي.
ایران له هېواده بهر هم خپلو وګړو ته د رایې ورکونې تر ۳۰۰ ډېر صندوقونه ايښي چې ۱۲ یې په برتانیا کې په شپږو سیمو کې ایښي دي.
د بي بي سي خبریال شهریار صیامي چې لندن کې د ایران سرکونسلګرۍ ته ورغلی وايي، دلته که له یوې خوا ګڼ خلک رایې اچونې ته راغلي له بلې خوا د ایران د دولت مخالفین راټول شوي او دولت ضد شعارونه ورکوي.

د صیامي په وینا ایرانیان په اوږدو کتارونو کې ولاړ دي او نژدې دوه ساعته نیسي چې رای ورکوونکي د رای ورکولو وار ورسېږي.
د ټاکنو دغه دوره د څلورو نوماندانو په ګډون ترسره کېږي: مصطفی آقا میرسلیم، حسن روحانی، ابراهیم رئیسي الساداتی او مصطفی هاشمی طبا.
ابراهیم رئیسی او حسن روحانی په دغو ټاکنو کې اصلي رقیبان دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د حسن روحاني لومړی مرستیال اسحاق جهانگیری د ده په ګټه له ټاکنو ووت.
د ایران ولسمشرۍ ټاکنې داسې حال کې ترسره کېږي چې نوماندان هڅه کوي د ښځو رایه خپله کړي او د اقتصاد په برخه کې خپل پلانونه رغنده وښيي.

د عکس سرچینه، EPA
ایران کې د پراخې بې روزګارۍ او بېکارۍ له امله، ځینې نوماندان د خلکو د رایو راجلبولو په خاطر خلکو ته د کارونو پیداکولو او ځینې نور د نقدو پیسو ژمنې کړې دي.
د اوسني ولسمشر حسن روحاني تېر ته په کتو ښايي د دې ټاکنو ګټل ورته آسانه وي- خو بریالیتوب یې یقیني نه دی.
ښاغلي روحاني په ۲۰۱۵ کې د ایران د ناندره ییزه اټومي پروګرام پرسر نړیوالو ځواکونو سره یوه تاریخي روغه جوړه لاسلیک او د لوېدیځ سره یې یوه اوږده لانجه حل کړه.
نړیوال بندیزونه لیرې شول، خو ډېری ایرانیان وايي تراوسه یې په خپل ورځیني ژوند کې د اقتصادي ګټو ترلاسه کولو احساس نه دی کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
محافظه کاره نوماند ابراهیم رییسي چې د ښاغلي روحاني اصلي سیال بلل کېږي او ډېر پلویان لري، ژمنه کړې چې شپږ میلیونو بې روزګاره خلکو ته به کارونه پیدا کړي.
سره له دې چې ښځو ته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درېدو اجازه نشته، ښځې د رایه ورکونکو نژدې نیمايي برخه جوړوي، نو ځکه یې رایې مهمې دي او د ولسمشرۍ نوماندان معمولاً ډېره هڅه کوي چې د دوې رایې ترلاسه کړي.
د رای ورکونې د بهیر له پای ته رسېدو وروسته د رایو شمېرنه پیلېږي چې وبه ټاکي چې ایرانیانو څوک د ولسمشرۍ لپاره غوره ګڼلی دی؟









