رسنیو کې د ایران ټاکنې ولې و نه ځلېدې؟

د رسنیو د حقونو او امنیت د خوندیتوب یوه نړېواله اداره د ایران پر حکومت تور لګوي چې د را روانو ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې یې د خبریالانو پر فعالیتونو یو شمېر بندیزونه لګولي دي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ایران حکومت غندلی او تور یې پرې لګولی چې د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې یې یو شمېر کورني خبریالان ځورولي دي او هم یې د بهرنیو خبریالانو پر کار او ګرځېدا ځیني محدودیتونه لګولي دي.
د دې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې که څه هم ټاکنو ته یوازې یوه ورځ پاتې ده خو ایراني چارواکو تر اوسه یو شمېر هغو بهرنیو خبریالانو ته ویزې نه دې ورکړي چې غوښتل یې د ټاکنو د پوښښ لپاره ایران ته سفر وکړي.
د بې پولې خبریالانو ټولنه وایي هغه خبریالان چې ویزه یې ترلاسه کړې هم دي اجازه نه لري چې د تهران ښار بېلا بېلو برخو ته په ازاده توګه سفر وکړي.
همدا رنګه دوی نشي کولای چې د ولسمشرۍ د نوماندانو له پلویانو سره وګوري، او یا د دولت له مخالفینو او یا هم د زندانیانو د کورنۍ له غړیو سره مرکې وکړي.
په تهران کې موجود د یو بهرني خبریال په وینا دوی اړ دي چې له سفر د مخه د ایران د فرهنګ او اسلامي چارو وزارت څخه اجازه ترلاسه کړي.
دوی باید د دې وزارت چارواکو ته په دې اړه هم مالومات ورکړي چې له چا سره، څه وخت او چېرې غواړي وویني.
سربېره پر دې د حکومت له خوا ګمارل شوي ژباړونکي هم هر وخت له دوی سره موجود وي، او د دوی کړنې او ویناوې څاري.
د دې ټولنې په وینا کورني خبریالان هم تر فشار لاندې دي، او د تېرو اتو ورځو په ترڅ کې دوه ځایي خبریالان هم د چارواکو له خوا نیول شوي دي.
انټرنېټ ته لاس رسی هم محدود شوی دی او یو شمېر وېبپاڼې هم تړل شوي دي.
ورسره د انټرنېټ سرعت هم کم شوی دی.
د بې پولې خبریالانو ټولنې د یو مثال په توګه د څو ساعتونو لپاره (مهر) وېبپانې تړل کېدو او (جي مېل) ته د ایراني زده کوونکو نه لاس رسي ته اشاره کړې ده.
د دې خبر پر اساس د ایران د اطلاعاتو وزارت چارواکو د هغو خبریالانو د کورنۍ د غړیو په ځورولو هم لاس پورې کړی چې د بهرنیو یا نړېوالو خبرونو په برخه کې کار کوي.
په عین وخت کې د ګوګل شرکت هم خبر ورکړی دی چې د خپلو یو شمېر ایراني کاروونکو د حسابونو د هک کېدو هڅه یې شنډه کړې ده.








