د ناټو غړي افغانستان کې پوځ "ډېرول" غواړي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ناټو سرمنشي په جرمني کې له لومړۍوزیرې سره خبر غونډې ته وینا کوي.
    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

د ناټو سرمشریزې په درشل کې د غړو هېوادونو له مشرانو سره د لیدنو په لړ کې د ناټو عمومي منشي ین ستولنبرګ د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره ولیدل.

ښاغلی ستولتنبرګ وايي، په افغانستان کې د ناټو چارواکو د خپل پوځي حضور د پراخولو غوښتنه کړې، خو زیاتوي، چې په دې اړه پریکړه نه ده شوې.

د نوموړي په خبره، د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې به په دې اړه له مشرانو سره خبرې وشي.

"موږ دا غوښتنه ارزوو او په څو اونیو کې به یې په اړه پریکړه وکړو. خو ټینګار کوم چې دا غوښتنه د جګړه ییز ماموریت لپاره نه ده ، که نور ځواکونه استوو نو د ایتلاف له ټولو غړو به غوښتنه کوو".

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جرمن سرتېري تر ډېره د افغانستان په شمال کې په امنیت ټینګولو بوخت و.

د ناټو سر منشي د دغه تړون په تیره په افغانستان کې د جرمني د رول ستاینه وکړه، خو د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا میرکل چې په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د څلورم ځل لپاره په ټاکنو کې د بریالیتوب هڅه کوي، افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو په اړه غوڅه خبره ونه کړه.

خو زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې د ماموریت په اړه د جرمني دریځ ډیر واضح دی او په شمال کې به خپل مخکښ رول ته دوام ورکړي :

"موږ په دې اړه د ناټو پریکړې ته سترګې په لار یو. په شمال کې باید ټیکاو رامنځته شي خو زه فکر نه کوم چې جرمني دي یواځینی هېواد وي چې باید افغانستان ته نور ځواکونه واستوي".

له دې وړاندې د ناټو سر منشي د بریانیا له لومړۍ وزیرې سره په کتنه کې په دې اړه خبرې کړې، ځايي رسني وايي برتانیا ښايي افغانستان نور سرتیري واستوي.

دغه راز تمه ده چې د امریکا نوی ولسمشر هم د افغانستان په اړه خپله کړنلاره په ډاګه کړي چې ویل کیږي افغانستان ته د نورو سرتیرو استول یې مهمه برخه ده .

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له انګیلا مرکل سره تر خبرو مخکې د ناټو سرمنشي د برتانیا له لومړۍ وزیرې سره هم پر ورته مسله خبرې وکړې.