ناټو افغانستان ته اف ۱۶ جنګې الوتکې لېږدوي

هواپیما

د عکس سرچینه، RS

د عکس تشریح، د ناټو په وینا دغه جنګې الوتکې د بګرام په هوايي اډې ته پر لار دي.

افغانستان کې د ناټو پوځیانو اعلان کړی چې د امریکا هوايي ځواک ایټالیا کې د اویانو له هوايي اډې جنګي اف ۱۶ فالکون الوتکې افغانستان کې د بګرام هوايي اډې پر لور روانې کړې دي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت پر ټویټر پاڼه لیکل شوي دغه جنګي الوتکې به د کابل شمال لور ته د دوی ستر مرکز ، د بګرام هوایي اډې ته راشي.

د دغو الوتکو شمېر ته د ناټو په ټویټ کې اشاره نه ده شوې.

څو ورځې وړاندې د امریکا د سمندري ځواک ۳۰۰ پوځیان هلمند ولایت کې کښته شول.

افغان چارواکو ویلي چې دغه پوځیان به افغان امنیتي ځواکونو ته مشوره ورکوي او ملاتړ به یې کوي خو د دولت له مخالفو وسله والو سره په جګړه کې به برخه نه اخلي.

ناتو

د عکس سرچینه، RS

د عکس تشریح، د دغو الوتکو شمېر ته د ناټو په ټویټ کې اشاره نه ده شوې.

د چارواکو په وینا دغه تازه دمي امریکايي پوځیان به مخالفو اورپکو سره جګړه کې د افغان پوځیانو هوايي ملاتړ وکړي او دوی ته به پوځي تجهیزات برابر کړي.

څه موده وړاندې د ناټو ویاند سروان ویلیم سالوین اعلان وکړ چې د ۱۳۹۶ کال تر پایه به په افغانستان کې داعش نومې وسله والې ډلې ته ماته ورکړي. د ناټو ویاند وايي نه پرېږدي چې افغانستان د ترهګرو خوندي ځاله وګرځي.