له برتانیا افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو غوښتنه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
ناټو له برتانوي چارواکو غوښتي چې افغانستان ته د نورو سرتېرو پر استولو غور وکړي.
دمګړۍ برتانیا په افغانستان کې ۵۰۰ سرتېري لري چې د کابل په امنیت ټینګولو کې مرسته کوي او افغان ځواکونه روزي.
د بي بي سي د معلوماتو له مخې، څو اونۍ مخکې له برتانوي چارواکو دا غوښتنه شوې ده.
ټاکلې ده د ناټو سرمنشي د چارشنبې په ورځ په ډاونېنګ سټریټ کې د برتانیا له لومړۍ وزیرې تریزا مې سره وویني او پر دغه مسله ور سره خبرې وکړي.
له برتانیا دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې امریکا هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پر زیاتولو غور کوي.
د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخې د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارت له وسلوالو طالبانو سره د جګړې لپاره افغانستان ته لږ تر لږه د ۳۰۰۰ تازه دم سرتېرو د استولو غوښتنه کړې ده.

د عکس سرچینه، PA
برتانیا له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ زېږیز کال پورې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو او القاعده پر ضد جګړه کې ښکېله وه.
د دغه هېواد وروستي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر کې له افغانستان ووتل، خو ۴۵۰ سرتېري یې د افغان پوځ د روزنې، سلا مشورې او ملاتړ لپاره پاتې شول.
تېره میاشت وسلوالو طالبانو پسرلني عملیات (منصوري) اعلان کړل. دا اعلان په بلخ کې د افغان ځواکونو پر مرکز له برید او د ۱۳۵ سرتېرو تر وژنې نږدې اونۍ وروسته و.
دا ډله وايي، روان کال به مختلف پوځي او سياسي تکتیکونه وکاوري او بهرني ځواکونه به یې مهمې موخې وي.
د برتانیا د دفاع وزارت ویاند وايي، هېواد یې په افغانستان کې د خپل رول منظمه کتنه کوي، چې باوري شي، د دې ماموریت اړتیاوې یې پوره کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images








