بریتانيا کې له وروستیو ناکراریو د مسلمانانو وېره

هنتا
د عکس تشریح، هنا خان وايي ورځنې ژوند ته دوام ورکوي، خو اندېښنه هم لري

"خلک دغو پېښو ته لاريونونه وايي... خو زه يې ترهګريز بريدونه ګڼم."

هما خان د مانچسټر په سټاکپورټ کې ژوند کوي او په یوه سیمه‌ييز ښوونځي کې ښوونکې ده.

د بریتانیا په بېلابېلو ښارونو کې په دې وروستیو کې رامنځ ته شویو ناکراریو نوموړې هوډمنه کړې، چې خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي، خو اندیښنه هم احساسوي.

هما خان بي بي سي ته وویل: "لومړي سر کې هکه‌پکه وم. دا د حیرانتیا وړ وه، کتل مې دا تاوتریخوالی پر داسې یو څه بدل شوی چې خلک یې اعتراض بولي. په داسې حال کې چې زه دا ترهګریز بریدونه ګڼم. دا وضعیت د ټولنیزو رسنیو له ناسمو ګنګوسیو څخه پیل شوی، چې اخیر هم غلط ثابت شو."

نوموړې زیاتوي، چې دمګړۍ د خپل ورځني ژوند د پلانونو د بدلولو هوډ نه لري، خو احتیاط کوي.

"له ماشومتوب راهیسې له دې سره عادت شوې یم چې خپلو مذهبي عقایدو، ظاهري بڼې او د جامو اغوستلو د بڼې له امله سپکاوی او ځور وګورم."

دا وايي: "زه به ویرې ته تسلیم نه شم. خو هرکله چې زه له کوره وځم، تل مې په ذهن کې دا اندېښنه وي چې آیا امکان شته چې له خطر سره مخامخ شم؟"

وېرونکي خاموشي

لندن
د عکس تشریح، علا په مانچستر کې کتاب پلورونکی دی

له تاوتریخوالي ډکې ناکرارۍ کېدای شي فضا غیر عادي کړي، خو دا حتمي نه ده چې خامخا دې ویجاړونکې وضعیت رامنځ ته کړي.

موږ چې د سې‌شنبې پر ورځ د مانچسټر ښار شمال لویدیزه څنډه کې سالفورډ پلورنځی وکوت، یو ډول وېرونکې خاموشي په کې خوره وه.

تر هغې وروسته چې ناتایید شویو انلاین رپوټونو پر همدې ورځ د احتمالي اعتراضونو خبر ورکړ، د کار او کسب خاوندانو ته لارښوونه وشوه چې خپل کاروبارونه له وخته مخکې وتړي.

په هغه لویه او خالي سیمه کې یوازې یو څو لاروي لېدل کېدل، او پولیسو یو څو ځوانان چې ماسکونه یې په مخ وو خو اعتراضونو کې یې برخه نه لرله، اښتنې پوښتنې کولې.

د مانچسټر په سویل کې وضعیت په بشپړ ډول توپیر درلود.

د مانچسټر ماس سایډ سیمه کې زیاتره مسلمانان ژوند کوي چې د اسیا، منځني ختیځ او افریقا وګړي دي. د سې شنبې په ورځ رستورانتونه او کافې له پېرودونکو ډکې وې.

ډیری خلک چې په دې سیمه کې ژوند او کار کوي وايي، دوی خپلو ټولنو کې ځانونه خوندي او له ملاتړه برخمن احساسوي خو اوسني حالات له اندېښنې سره څاري.

علا، چې مانچسټر کې د عربي کتابونو د یوه پلورنځي چارې په مخ وړي، وايي: "زه په ۲۰۱۸ کال کې له سوریې څخه راغلم. ما او کورنۍ مې دلته یو خوندي ځای وموند."

هغې بي‌بي‌سي ته وویل: "وروستۍ پېښې روښانه راتلونکې نه په ډاګه کوي. دمګړۍ هڅه کوم، لږه د خلکو تر سترګو شم؛ نه غواړم بیا د ځورونې او کړاو احساس وکړم."

عبدالحکیم څه باندې شل کاله مخکې د سومالیا له جګړې څخه راوتښتید. هغه له دې وېره لري چې ښي اړخي فعالان له مسلمانانو سره ښکېل نه شي.

اکرار
د عکس تشریح، عبدالحکیم

دی وايي‌ "که دا دوه ډلې سره ټکر شي، ښايي ناکرارۍ او کورنۍ جګړه رامنځته شي. هغه څه چې زه یې له سومالیا څخه مانچسټر ته په تېښته کړم."

علا همدارنګه د جوماتونو، سوداګریو او کورونو دفاع لپاره په راټولو شویو مسلمانانو کې د اړتیا پر مهال تاوتریخوالي ته د لاس اچولو په تړاو څرګندونو ته اندېښمن دی.

نوموړی وايي: "زه له دې سره موافق نه یم. دا کړنې باید د سیمه ییزو چارواکو او حکومت سره په همغږۍ ترسره شي، چې دمخه یې مسلمانانو ته ډاډ ورکړی چې دوی خوندي دي."

د ده په وینا "زه فکر کوم چې موږ د خپلو جوماتونو او مذهبي ازادۍ د دفاع حق لرو، خو که دا کار په خپل سر کوو، نو نورو ته فرصت ورکوو، چې موږ ترهګر معرفي کړي."

هما خان وايي، چې دغه حالت پر ځوان نسل هم اغېز کوي.

"زما لپاره دا ډېره ستونزمنه ده، چې له خپلو ورېرونو او خورېونو سره چې عمرونه یې ۷، ۱۰ او ۱۲دي خبرې وکړم او دوی ته یې تشریح کړم. دوی ته ډاډ ورکړم هغه څه چې د مانچسټر په کوڅو کې پېښيږي، زموږ د متنوع او څو کلتوریزې ټولنې استازولي نه کوي."

دلته مې هېڅکله توکم پالنه نه وه لیدلې

کال
د عکس تشریح، ډاکتر جواد امین

سید، چې د سوریې اصلي اوسیدونکی دی، درې کاله وړاندې بریتانیا ته راغلی او ډېر وخت یې په اروپا کې په سفر تېر کړی دی.

دی وايي‌ "ما اروپا ته سفر کړی او د سویډن پاسپورټ لرم. زه دې هېواد [بریتانیا] ته د همدې لپاره راغلی یم چې دلته ټولو مذهبونو ته درناوی کېږي، پرته له هېڅ استثنا. عیسویان، مسلمانان، یهودیان ټول په سوله ییزه ډول یو ځای ژوند کوي."

"کله چې ما د توکم پالنې وروستیو پیښو په اړه واورېدل، زه واقعا حیران شوم. ما پخپله دلته هېڅکله توکم پالنه نه ده لېدلې. په لومړي ځل چې موږ دا خبر واورید، یو څه ویره راولوېده ځکه زموږ لپاره معمول نه وه او دا لومړی ځل و، چې موږ داسې څه لیدل یا اورېدل. زه دلته درې کاله کېږي چې ژوند کوم - دلته خلک ډېر مهربانه دي. دوی له تاسو سره مرسته کوي. دوی زما سره د ژبې د ستونزو په حل کې مرسته کړې ده. څه چې مې په خبرونو کې لېدل د هغه څه پرتله ډېر بد وو چې په ریښتینې مې دلته لېدلي وو."

د جولای په ۲۹مې نیټې د انګلینډ د شمال لویدیځ په ساوت‌پورت ښار کې د دریو ماشومو انجونو له وژنې وروسته د انګلینډ او شمالي ایرلنډ په لویو او کوچنیو ښارونو کې پراخ لاریونونه وشول.

د انلاین ناسمو معلوماتو، افراطي ښي اړخو او د کډوالۍ ضد احساساتو دې ناکراریو ته لمن ووهله.

په ساوت‌پورت کې د چړې له برید وروسته د ټولنیزو رسنیو ځینو پوسټونو کې په دروغو ادعا شوې وه، چې مشکوک بریدګر پناه غوښتونکی دی، او په ناقانونه ډول کښتۍ کې بریتانیا ته راغلی دی.

او دا اوازه هم سمه نه وه، چې مسلمان دی.

له دغو اوازو سملاسي وروسته تاوتریخوالی پیل شو او د ویجاړۍ داسې صحنې یې رامنځته کړې، چې د ۲۰۱۱ کال له تاوتریخوالي وروسته نه وې ترسترګو شوې.

د ۲۰۱۱ کال تاوتریخوالی د مارک داګان له وژنې وروسته پیل شو، چې د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو.

د مانچسټر د مسلمانانو د امنیت ټولنې مشر ډاکټر جاوید امین وايي: "له شک پرته تېرو دوو لسیزو کې د تاوتریخوالي شاهدان وو."

هغه بي بي سي ته وویل: "هغه څه چې د دې ځانګړې پېښې [ سات‌پورت] په اړه د اندېښنې وړ دي، دا دي، چې دې ته یوازې د ناسمو معلوماتو پر بنسټ ټولنیزو رسنیو کې د هغو کسانو لخوا لمن وهل شوې، چې غواړي انلاین کې کرکې ته وده ورکړي.

"دا چې بریدګر مسلمان دی یا نه دی، باید د داسې تاوتریخوالي لامل نه شي کوم چې موږ یې شاهدان وو."