د انګلنډ په ځینو ښارونو کې د ناکراریو پېښې؛ کابو کولو لپاره یې څه ګامونه اخیستل شوي؟

د ویډیو تشریح، د بریتانیا ځینو ښارونو کې د ناکراریو پېښې
د انګلنډ په ځینو ښارونو کې د ناکراریو پېښې؛ کابو کولو لپاره یې څه ګامونه اخیستل شوي؟

تېره يوه اوونۍ کې انګلنډ کې پر جوماتونو او هغو هوټلونو بريدونه شوي، چې پناغوښتونکي په کې مېشت دي. پر دې سربېره بېلابېلو ځايونو کې پلورنځي لوټ او پر پوليسو بریدونه شوي دي.

د بريتانيا کورنيو چارو وزيرې يوېت کوپر ويلي، هغه کسان چې ګډوډۍ پېښوي، بيه به یې پرې کوي. پوليسو دا فعاليتونه، د ورانکارۍ کړه وړه بللي دي.

د بريتانيا پوليسو مشرانو شورا دا خبره لېرې نه ده ګڼلې، چې که تاوتريخوالی او ګډوډي همداسې روانه وي، نو د کورنيو چارو له وزيرې به د لا نور ځواک غوښتنه وکړي چې د کابو کولو توان یې ولرلی شي.

دا چې د ګډوډۍ دغه پېښې په کومو ښارونو کې شوې، دغه راپور کې یې ګورو.‌