بريتانيا کې د چړې بريد؛ لږ تر لږه دوه ماشومان وژل شوي نهه نور ټپيان دي
د بریتانيا په لوېديځ سوت پورټ ښارګوټي کې د چاقو بريد له امله لږ تر لږه دوه ماشومان وژل شوي او اته نور ټپیان دي چې ويل کېږي ډېری يې نجونې دي چې د شپږو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
ځايي پوليس وايي پېښه له غرمې وړاندې رامنځ ته شوې او په دې تړاو يو ۱۷ کلن ځوان نيول شوی دی.
د پولیسو په وینا دا "ترهګريز بريد نه دی" او وايي خلکو ته نور ګواښ نشته.
ځايي روغتون دا يوه لویه پېښه بللې او وايي د بېړنۍ څانګې کارکوونکي د ټپیانو په درملنه بوخت دي.
د بريتانيا لومړي وزير کېير سټارمر په ټولنيزو رسنيو يوه پوسټ کې دا "بريد وحشتناک او ټکان ورکوونکی" بللی دی.
يو خبريال چې د پېښې عيني شاهد دی، بيبيسي ته ويلي، "بريد د ماشومانو د يوګا او ډانس پارټۍ کې شوې چې قربانيان يې ماشومان دي. " دی وايي، په وينولړلې يوه نجلۍ یې وليده چې په تسکره کې لېږدول کېده او مور او پلار یې ورپسې منډې وهلې، دا وحشتناکه شېبه وه ما هېڅکله داسې څه نه دي ليدلي. "
د يوه بل عيني شاهد په وينا، "د ټپيانو ماشومانو عمرونه د شاوخوا لسو کلونو وو. "

د عکس سرچینه، PA Media
د الدرهي ماشومانو روغتون ویاند دا برید "لویه پېښه" بللې ده.
یوه عیني شاهد چې په سیمه کې هټۍ لري، ویلي یو سړی یې ولید چې ماسک یې اچولی و او له ټیکسي کوز شو خو چلوونکي ته د کرایې ورکولو ته تم نه شو او بیا له هغه ځایه ولاړ.
دی وايي، وروسته یې یوه کارکوونکي له ده سره اړیکه ونیوه او ورته وویل چې ژر خپل دوکان وتړي ځکه چې نجونې یې پر ځمکه لوېدلې ولیدې چې وینې ترې بهېدې وروسته پولیس پرې خبر کړل شول.
دا عیني شاهد وايي، د پولیسو له رارسېدو مخکې ګاونډیانو هوډ وکړ چې مشکوک بریدګر ایسار کړي.
ګاونډیانو ۱۰ نجونې خپلو کورونو ته ولېږدولې.
تر اوسه روښانه نه ده چې برید ولې شوی دی.












