بریتانیا برید؛ بریدګر خیري سعدالله "استخباراتو ته مالوم و"

بریتانوي چارواکو ویلي، د خیري سعدالله په نامه هغه ۲۵ کلن بریدګر چې شنبه ماښام یې ریډنګ ښار کې ۳ کسان په چړې ووژل او ۳ نور یې ټپیان کړل، د دې هېواد استخباراتي ادراې (اېم ای فایو) ته مالوم و. بریدګر د پولیسو لخوا نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي.
رپوټونه وایي چې خیري سعدالله په اصل کې د لیبیا دی او څو کاله وړاندې یې بریتانیا کې سیاسي پناه اخیستې وه. سرچینو بي بي سي ته ویلي، د بریتانیا استخباراتو له ۲۰۱۹ کال راهیسې پر نوموړي نظر درلود.
پولیس وایي، بریدګر خیري هم د ریډنګ ښار اوسېدونکی و او دوی د دې پېښې په تړاو کوم بل کس پسې نه ګرځي.
په دې برید کې خیري د چړې په وارونو درې کسان ووژل او درې نور یې ټپیان کړل. یو وژل شوی کس د جمېز فرلانګ په نامه یاد شوی او ویل کېږي چې ښوونکی و.
پېښه شنبه ماښام په سیمه ییز وخت ۱۹:۰۰ بجې په "فوربري ګارډنز" په نامه پآرک کې رامنځته شوه.
عیني شاهدانو بي بي سي ته وویل، یو سړی یې ولید چې د خلکو منځ کې ګرځېده او چا ته به چې ورنژدې شو، د چړې ګوزار به یې پرې وکړ.

د عکس سرچینه، PA Media
لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي: "له ټولو قربانیانو سره غمشریکي ښکاره کوم". د کورنیو چارووزیرې پریتي پاټیل هم ویلي، چې پېښې ټکان ورکړی دی.
"زموږ خوا ته را روان و"
یوه ۲۰ کلن عیني شاهد لورنس ورټ ویلي، له پېښې یوازې لس متره لیرې و:
"سړی روان وو او هلته موږ اته - لس کسان وو، کیڼې خوا ته وګرځېد او درې کسان یې په چړې ووهل. بیا نورو خلکو ته ورغی،خو مخکې له دې چې پر هغوی برید وکړي، یوه سړي بریدګر په چړې وواهه."








