"امریکا بیا له طالبانو سره جګړه کې ښکېلیږي"
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
واشنگټن پوسټ:

د عکس سرچینه، Getty Images
واشنگټن پوسټ "امريکا چمتو ده په افغانستان کې د طالبانو پر ضد خپلې پوځي هڅې ډېرې کړي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.
ورځپاڼه وايي، په پوځي او بهرنيو چارو کې د ولسمشر ټرمپ لوړ پوړو سلاکارانو په افغان تگلاره کې د داسې بدلون وړانديز کړى چې په پلي کېدو به يې امريکا بيا په عمل کې له طالبانو سره جکړه کې ښکېله شي.
امريکايي چارواکو ورځپاڼې ته ويلي، د افغانستان په تړاو پلان وروستى شوى چې له مخې يې خبرو ته د طالبانو د اړکېدا لپاره امريکا خپل پوځي رول پراخ کړي.
د پوځي رول پراخېدل د تگلارې يوه برخه ده او نور فشارونه به هم ډېر کړل شي.
د امريکا پوځي چارواکي اوس سترگې په لار دي چې ولسمشر ټرمپ دا پلان ومني.
ټاکل شوې ولسمشر ټرمپ د مې تر ٢٥ نېټې چې په برسلز کې د ناټو د مشرانو غونډه ده د دغه پلان په تړاو خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.
د امريکايي چارواکو په وينا ياد پلان افغان تگلارې ته له يوې هر اړخيزې کتنې وروسته او د ولسمشر ټرمپ له هغې غوښتنې سره سم جوړ شوى چې وايي افغانستان کې دې ناوړه امنيتي حالت کابو او سم لوري ته ور سيخ کړل شي.
گارډين:

د عکس سرچینه، Getty Images
گارډين ورځپاڼه وايي، افغانستان او پاکستان په سپين بولدک کې له خونړۍ نښتې وروسته اوس پتېيلې چې د گوگل نقشې او جي پي اېس سيستم په مټ ستونزه هواره کړي.
ورځپاڼې د کندهار د امنيې قومندان جنرال رازق په وينا ليکلي:
"دواړه غاړې له خبرو اترو وروسته سره سلا شوې چې د ځمکې سروې يا ارزونه وکړي او دا چاره به د گوگل نقشې او د جي. پي. اېس يا ځاى موندنې نړېوال سيستم په مټ تر سره شي."
ورځپاڼه وايي، د افغانستان په نقشو کې د ډيورند کرښې يادونه شوې خو افغان ملتپال د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله اټک بولي.
ایکسپرېس ټريبيون:

د عکس سرچینه، ISPR
ایکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په سپين بولدک کې د پاکستاني او افغان ځواکونو د نښتې په تړاو د چين غبرگون راخيستى چې وايي دواړه هېوادونه بايد ستونزې ته مناسب ځواب ووايي او په سيمه کې ټيکاو وساتي.
ورځپاڼې افغانستان ته د اى. اېس. اى د مشر نويد مختار وروستي سفر ته په اشاره ويلي چې دغه ډيپلوماتيکې هلې ځلې له اوونيو کار وروسته شونې شوې.
ورځپاڼه د يوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي په وينا ليکي، خو د چمن پېښې د دغو هڅو پايلې له صفر سره ضرب کړې.
دغه چارواکي ډاډ ښوولى چې د تماس چينلونه به بيا فعال شي.








