"افغانستان ته د نورو ځواکونو استول د خطر د زنګ په مانا دي"
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
ډیلي میل:

د عکس سرچینه، Getty Images
ډیلي میل برتانوۍ ورځپاڼې رپوټ ور کړی چې په پام کې ده سل نور برتانوي سرتیري د ناټو سازمان د غوښتنې له مخې افغانستان واستول شي.
ورځپاڼه زیاتوي دغه سرتیري به په کابل کې له هغو پنځو سوو برتانوي سرتیرو سره به یو ځای شي چې همدا اوس د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ دنده پرمخ وړي.
ورځپاڼه زیاتوي، چې د ناټو مشر ین ستولتنبرګ پرون په دې اړه له لومړۍ وزیرې تیریزا مې سره خبرې وکړې.
ډیلي میل زیاتوي چې د نورو ځواکونو د استولو غوښتنه د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د لویدیزو هېوادونو له خوا د خطر د زنګ په مانا ده.
ډیلې میل په دې اړه د سټیفن ګریو یوه مقاله هم خپره کړې او پکې ویل شوي چې افغانستان ته د نورو ځواکونو استول لیونتوب دی.
واشنګټن پوسټ:

د عکس سرچینه، Getty Images
واشنګټن پوسټ د امریکايي ځانګړو ځواکونو د هغه سرتیري په اړه یو تفصیلي مطلب خپور کړی چې څو اونۍ وړاندې په ننګرهار کې د اسلامي دولت نومې ډلې له وسله والو سره په جګړه کې ووژل شو.
دی په روان کې کال کې لومړی امریکايي سرتیری دی چې وژل کیږي، واشنګټن پوسټ زیاتوي چې د دغه امریکايي سرتیري وژل کیدل ښايي د افغانستان په جګړه کې - چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي- نوی پړاو وي.
پاکستان ټوډې:
پاکستان ټوډې ورځپاڼې په بهرنیو چارو کې د دغه هېواد د لومړي وزیر د سلاکار سرتاج عزیز هغه خبرې اخستې چې ویلي یې دي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښو دپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د جوړولو لپاره اړتیا ده چې پر ډیورنډ کرښه د چارو د تنظیم لپاره ګډ کار وشي.
ښاغلي عزیز چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان د سولې په اړه یوې غونډې ته وینا کې وویل، چې د افغانستان له لارې د سیمې په کچه پروژو د پلې کولو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډو پروژو لکه د کابل پیښور لویه لار او د کوټې کندهار پټلۍ یواځې په سوله ییز چاپيریال کې پلې کیدی شي او د دې لپار اړتیا ده چې طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شی.
د چین ورځپاڼې The people د دغه هیواد د ولسمشر د ویاند په حواله ویلي چې له تایوان سره روان کشمکش په دې ختمیدی شي چې مشره یې د ۱۹۹۲ موافقه ومني.

د عکس سرچینه، Getty Images








