د مشق د ملګرو ملتونو لخوا د کیمیاوي برید د څېړنې لپاره شرطونه ایښي

د عکس سرچینه، AFP
د سوریې بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له لوري دغه هېواد کې د یوه کیمیاوي عمل بهیر کې د لسګونو وژل شویو کسانو په اړه د څېړنې لپاره شرطونه ایښي دي.
ولید المعلم بي بي سي ته ویلي، دغه څېړنه د حکومت له منلو مخکې باید 'غیر سیاسي ' وي 'ګڼ هېوادونه په کې شامل ' وي او 'باید له دمشقه پیل شي. '
سره له دې چې پراخ شکونه پرې کېږي، نوموړي رد کړې، چې ګواکې سوريې حکومت له هوا نه د کیمیاوي وسلو برید کړی دی.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې تایید کړې، چې دغه برید کې لږ تر لږه ۲۷ ماشومان وژل شوي دي.
مخکې سوریې کې د بشري حقونو څارنې ادارې ویلي و، چې د ادلب ایالت خان شیخون سیمې هغه برید کې ۸۶ کسان وژل شوي دي.
د سوریې حکومت له لږ شمېر متحدینو نه یو، روسیه د چهارشنبې پر ورځ هغه مهال د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د بریتانیا او امریکا متحدو ایالتونو له لوري وننګول شوه، چې ادعا یې وکړه، د زهرو خپرېدو دغه پېښه د حکومت مخالفو وسله والو خپلو وسلو چاودنې له کبله شوې ده.
واشنګټن داسې اشاره څرګنده کړې، چې د دغو وژنو له کبله یې ښايي د سوریې په تړاو پالیسي کې بدلون راشي.
د عیني شاهدانو او فعالانو په خبره له ادلب ښاره ۵۰ کیلومتره لرې سویل کې جنګي الوتکو ګهیځ وختي داسې حال کې برید وکړ، چې ډېری خلک لا ویده وو.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف ویلي وژل شویو کې ۲۷ ماشومان شامل دي. د دغې ادارې په وینا پېښه کې ۵۴۶ کسان ټپیان شوي دي، چې ګڼ شمېر ماشومان هم په کې شامل دي.

د عکس سرچینه، Reuters
ثبوتونه ښيي، چې ښايي د پېښې قربانیان د اعصابو فلجونکي کمیاوي مادې له کبله وژل شوي دي، چې ښايي 'سیرین ' وي. د ترکیې بهرنیو چارو وزیر بیکیر بوزداګ ویلي، له عدلي طب نه تایید شوې، چې کیمیاوي وسله کاروول شوې ده.
د سوریې بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم له بي بي سي عربي سره خبرو کې ویلي، که شرطونه یې ومنل شي، هېواد به یې له روسیې سره په ګډه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په منځګړیتوب څېړنه ومني.
په یوه بېله خبري غونډه کې نوموړي پر هغه جهادي ډلو 'په ښاري او د خلکو مېشت سیمو کې ' د کیمیاوي وسلو ساتلو تور پورې کړ، چې د ترکیې او روسیې په منځګړیتوب د اوربند لوری نه دي.








