د موصل جګړه کې "لومړي کیمیاوي برید" ۱۲ کسان ټپیان کړل

د عکس سرچینه، AFP
د عراق په موصل کې ١٢ ملکي وگړي د کيمياوي وسلو په يوۀ بريد کې ټپيان شوي.
پېښه د موصل ښار په ختيزه برخه کې رامنځته شوې، دا ١٢ تنه په دوو جلا بريدونو کې هغه مهال ټپيان شول چې د موصل له لوېديزې برخې توغول شوي دوه هاوانونه پر کورونو ولگېدل.
ټپيان شوي په ساه اخيستو کې ستونزې لري او د بدن پوټکي يې سوځېدلي دي. د موصل لوېديځه برخه اوس هم د "اسلامي دولت" نومې ډلې په ولکه کې ده، او عراقي حکومت وار له مخه د دغه بريد پړه پر همدې ډلې ور اچولې.
د اربيل په روغتون کې د سره صليب يوۀ روغتيا پال پېښه بي بي سي ته تاييد کړې.
په بريد کې کارول شوې کيمياوي ماده لا نه ده پېژندل شوې، خو د بريتانيا پوځي افسر او د کيمياوي وسلو کارپوۀ "همېش برېتون گوردون" په دې باور دى چې کارول شوې ماده ښايي د شرشمو غاز وي:
"دا تر ډېره داسې کيمياوي ماده برېښي چې پوټکى سوځوي، ډېره شونې ده چې د شرشمو غاز وي. موږ پوهېږو چې اسلامي دولت نومې ډله له يوې مودې راهيسې په موصل کې د شرشمو غاز جوړول او د پېش مرگه ځواکونو پر وړاندې چې ما يو مهال ور سره کار کاوۀ، کارولي هم دي. دا ماده پر پوټکې تڼاکې جوړوي، چې سخت خوږونکې ده."
دا لومړى ځل دى چې په موصل کې د کيمياوي بريد ثبته شوې پېښه مخې ته راځي، خود عراق په نورو سيمو او سوريه کې د دغه راز خورو ورو پېښو رپوټونه را رسېدلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له اوږدې مودې راهيسې پر "اسلامي دولت" نومې ډلې د کيمياوي وسلو جوړولو شک کېږي.
امريکايي ځواکونو په تېر سپتمبر کې ويلي و چې "اسلامي دولت" نومې ډلې موصل ښار ته نژدې پر دوى د شرشمو غاز لېږدونکى يو هاوان توغولى خو هغه پېښه کې څوک نه و ژوبل شوي.
او ويل کېږي چې پر کردي ځواکونو د کيمياوي وسلو د کارونې تر شاه هم همدغه ډله وه.

د عکس سرچینه، Reuters
د روغتيا نړېواله ټولنه وايي له پېښې خبره ده او ورته نورو پېښو له لپاره د چمتو والي په موخه له سره صليب سره يوځاى کار کوي.










