"اسلامي دولت" موصل کې '۴۰ کسان پر یوه پله ځړولي'

د عکس سرچینه، Reuters
په تېرو څو ورځو کې داسې رپوټونه مخې ته راغلي چې "اسلامي دولت" نومې ډلې ظاهراً په موصل کې د ولسي وګړو وژنو ته دوام ورکړى او وروستي رپوټونه وايي چې تېره سه شنبه ٤٠ وگړي په دغه ښار کې د دغې ډلې له لوري وژل شوي دي.
ملگري ملتونه په سيمه کې د سرچينو په وينا وايي، د دغې ډلې له لوري ټاکل شويو قاضيانو دا کسان له عراقي ځواکونو سره په همکارۍ تورن کړي وو او د دوى مړي چې په نارنجي رنگو جامو کې نغښتي و او ورباندې غدار يا خاين ليکل شوي وو د برېښنا پر ستنو ځړول شوي.
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د کميسيون وياندې روينا شمدساني په جينيوا کې په دې تړاو د خپلو څرگندونو پر مهال وويل چې د دغو وژنو سربېره داسې نور شواهد هم مخې ته راغلي چې په پراخه کچه له بشري حقونو د تيري څرگندونه کوي.
ډله ییز قبرونه
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د څانگې ويانده وايي:
"په داسې حال کې چې په عراق کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې په لاس د وژلو شويو ډله ييز قبرونه، له مېرمنو او نجونو د جنسي ناوړه گټه پورته کونې، وژنو، جگړې لپاره د ماشومانو د گمارنې او له بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو بېلگې رادبره کېږي، د ملگرو ملتونو د بشري حقونو لوى کميسيون د سم لاسي اقدام غږ کړى چې عدالت ته د اړتيا، رښتيا او پخلاينې په گډون د قربانيانو او له پېښو د ژوندي راوتلو وگړو حقونه او د اړتياوي پوره کول ډاډمن شي."
د موصل د بيا نيونې عمليات اوس څلورمې اوونۍ ته غځېدلي. رپوټونه وايي او په موصل کې دننه د خپلو مورچو د لا ټينگولو او د پرمختگ هڅې کوي خو د "اسلامي دولت" نومې ډلې د وسله والو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
او دا يادونه هم بايد وکړو چې د حکومتي ځواکونو په وړاندې هم له بشري حقونو د سرغړونې ادعاوې شوي.
وړاندې د بښنې نړیوالې ادارې ويلي و چې د فدرال پوليسو په جامو کې نغښتو ځينو وگړو شپږ کسان وژلي خو عراقي چارواکو دا ادعاوې رد کړې.








