د سوریې پلازمېنې دمشق څنډو کې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ سخته نښته شوې

دمشق

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د دمشق څنډو کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې دا وروستیو کې سختې نښتې شوې

د سوریې پلازمېنې دمشق کې ځايي اوسېدونکي وايي، د ښار څنډو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو یاغیانو تر منځ سخته نښته شوې.

دوی وايي یاغیانو ناڅاپي برید کړی او د ښار په منځ کې د توپو او راکټونو مرمۍ لګېدلې.

د پېښو څارونکي وايي یاغیانو د جګړې پر لومړۍ حکومتي کرښې له برید مخکې جوبر سیمه کې دوه موټربم بریدونه کړي دي.

د پوځ له لوري د برید ځواب د هوايي بمبارۍ له لارې ورکړل شوی دی.

د سوریې دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي چې د برید لپاره پټ کېندل شوي تونلونه هم کاروول شوي دي.

د دمشق شاوخوا کې یوازې یو څو سیمې د یاغیانو لاس کې دي او جوبار د ښار منځ ته نژدې سیمه ده.

دمشق

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دمشق او شاوخوا کې یې دا وروستیو بریدونو له کبله ملکي خلک له ستړیو ستونزو سره مخامخ شوي

د دغې جګړې ځپلې سیمې کنترول لپاره د حکومتي ځواکونو، جهادیانو او وسله والو یاغیانو تر منځ له دوو کلونو راهیسې نښتې کېږي.

د تېرې چهارشنبې پر ورځ دمشق کې محکمې ودانۍ کې د ځانمرګي برید پایله کې ۳۱ کسان وژل شوي وو.

له هغه وروسته یو بل ځانمرګي بریدګر په لوېدیځه ربوه سیمه کې پر یوه رستورانټ برید وکړ، چې له ۲۰ ډېر کسان په کې ټپیان شول. دغه بریدونه د سوریې ولسمشر بشارالاسد پر ضد د پاڅون له شپږمې کلیزې سره هممهاله کېږي.