د سوریې پر یوه جومات 'هوايي بمباري کې ۴۲ کسان وژل شوي'

د عکس سرچینه، AP
سوریې کې د بشري حقونو څارنې ادارې فعالان وايي پر یوه جومات د هوايي بمبارۍ پایله کې ۴۲ کسان وژل شوي دي.
ویل کېږي دغه بمباري د سوریې شمال کې د حکومت مخالفو وسله والو تر کنترول لاندې د یوه کلي پر جومات شوې ده.
پېښه د حلب ایالت الاطارب ښارګوټي ته نژدې شوې ده.
د بشري حقونو حالت څارنې دغه اداره چې مرکز یې بریتانیا کې دی وايي، هغه مهال چې پر جومات بمباري شوې جومات کې د ماښام لمانځه لپاره ګڼ کسان یو ځای شوي وو.
د فعالانو په خبره ډېری وژل شوي ملکي کسان دي.




