سوریې کې 'اسلامي دولت' نومي ډلې د رومن زمانې لرغوني اثار ویجاړ کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
'اسلامي دولت ' نومې وسله والې ډلې د سوریې لرغوني ښار پالمایرا ' تدمر ' کې د رومي ایمیفي تیاتر یوه برخه نړلوې، چې په لرغونو اثارو کې شامل دی.
د سوریې دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې دویمه میلادي پېړۍ کې د دغه رغول شوي تیاتر مخکینۍ برخه او د هغه مهال یو بل یادګار 'تیترا پایلون ' د 'اسلامي دولت ' وسله والو ویجاړ کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سوریې کې د لرغونو اثارو ادارې مشر مامون عبدالکریم له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې منلې، چې دغه اثارو وران شوي دي، خو نوموړی وايي، دا معلومه نه ده، چې وسله والو څه مهال دغه ویجاړی کړی.
د ۲۰۱۶ کال مارچ کې لس میاشتې وروسته سوریې حکومت وتوانېد پالمایرا او شاوخوا سیمه یې د وسله والو له کنتروله وباسي، خو د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کې وسله واله ډله وتوانېده بېرته د دغه لرغوني ښار کنترول تر لاسه کړي او هغه مهال دغه دواړه اثار پر خپل ځای ولاړ وو.
'اسلامي دولت ' نومې ډلې په دغه ځای کې له یو شمېر کسانو سرونه غوڅ کړي وو.




