روسیې د کیمیاوي وسلو برید پړه پر سوري مخالفانو اچولې

د عکس سرچینه، AFP
روسیه وايي، پر خان شیخون ښار د کیمیاوي وسلو برید د ټلوالې ځواکونو د وسلو د امبار له کبله رامنځ ته شوی. وړاندې امریکا د برید پړه پر سوري حکومت اچولې وه.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي، د برید اصلي لامل په ښار کې د حکومت مخالفو وسله والو تر ولکې لاندې سیمه کې د وسلو یو امبار و.
دغه وزارت ویلي، د سوري حکومت الوتکو ادلب ولایت کې پر خان شیخون ښار برید کړی، خو وايي برید د وسلو پر هغه امبار شوی، چې زهرجن مواد او ماینونه پکې وو او عراق کې کارول کېدو ته چمتو شوي وو.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن د روسیې د دفاع وزارت راپور رد کړی او وايي "ټول شواهد مې لیدلي چې د بشار الاسد نظام د خپل ولس پر وړاندې ناقانونه کیمیاوي وسلې کاروي".
د سوریې د بشري حقونو بریتانیا مېشتې ټولنې ویلي، پر خان شیخون برید ۷۲ کسان وژلي چې ۲۰ پکې ماشومان دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوریې ادلب کې د کیمیاوي وسلو له هغه برید وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ ناسته کوي، چې لږترلږه ۵۸ کسان پکې ووژل شول او امریکا یې پړه پر بشارالاسد واچوله.
د سوریې حکومت وايي، دا برید دوی نه دی کړی.
د ملګرو ملتونو د چارشنبې ورځې دا بېړنۍ ناسته د فرانسې او بریتانیا په غوښتنې جوړېږي.
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیر متیو رایکرافټ دا برید ''سوریه کې د سولې لپاره ډېره ناوړه پېښه'' وبلله.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم دا برید ''وحشتناک'' بللی چې په وینا یې د برید مسؤول اړخ باید ''په ښکاره د برید پړ وپېژندل شي''.

په ورته وخت کې برسلز کې د ۷۰ بسپنه ورکوونکو هېوادونو استازي جرګه شوي چې د سوریې د راتلونکې په اړه بحث وکړي.
دوی هڅه کوي سوریه کې د جګړې له کبله د ایسارو شویو ولسي وګړو لپاره د بشري مرستو لارې پرانیزي.
د سوریې له څه باندې شپږ کلنې کورنۍ جګړې وروسته لاهم په دې هېواد کې د سیاسي حل څرګنده لاره نه لیدل کېږي.
ملګري ملتونه وايي، د جګړې له کبله له سوریې شاوخوا پنځه میلیونه وګړي وتلي او تر شپږ میلیون ډېر نور بې ځایه شوي دي. تر ۲۵۰۰۰۰ ډېر وګړي په نښتو کې وژل شوي.

د عکس سرچینه، AFP
سپینه ماڼۍ وايي، دوی 'باوري ' دي چې د سوریې شمال لوېدیځ کې شوی برید، چې په ظاهره د کیمیاويي وسلو برید ښکاري، بشارالاسد حکومت لاس لري.
دغه برید کې لږ تر لږه ۵۸ کسان وژل شوي دي. سوریې کې د بشري حقونو څارونکې ادارې ویلي، خان شیخون سیمه کې دغه برید یا سوري حکومت کړی او یا هم روسي الوتکو، چې پایله کې یې د سیمې خلک د ساه لنډۍ ښکار شول.
فعالانو او روغتیايي کارکونکو ویلي، له جنګي الوتکو پر هغو روغتونونو توغندويي بریدونه شوي، چې د دغه برید پایله کې د ټپي شویو کسانو درملنه یې کوله.
سوريې پوځ د حکومت له لوري د دغه ډول وسلو کاروول رد کړي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاند سان سپایسر دغه برید غندلی او دا یې د 'بشارالاسد حکومت ناوړه کړنه ' بللې.
نوموړي دغه راز ویلي دا به د سوریې د خلکو لپاره ډېره غوره وي، چې بشارالاسد واک پرېږدي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته بریتانیا، ملګرو ملتونو او فرانسې هم دغه برید غندلی دی. که دغه برید تایید شي، دا به د سوريې کورنۍ جګړه کې د کیمیاوي وسلو تر ټولو خونړی برید وي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې وژل شویو کې ډېری کسان ملکي خلک دي، چې لږ تر لږه نهه ماشومان هم په کې شامل دي.
له دې مخکې فعالانو ویلي و، جیټ الوتکو په شمال لوېدیځ ادلب ولایت کې پر یوشمېر هغو روغتونونو برید کړی او لږترلږه ۵۸ کسان یې وژلي او ګڼ یې ټپیان کړي چې ټپیان پکې درملل کېدل.
برید د سوریې شمال لوېديځ کې د حکومت مخالفو وسله والو تر ولکې لاندې سیمه کې شوی.
د سوریې د بشري حقونو فعالان وايي، پر خان شیخون سیمې د سوري او یا روسي الوتکو بریدونه د ګڼو خلکو د زندۍ کېدو لامل شوی.
د مخالفانو د "همغږۍ جرګه ګیو" د وژل شویو ځینې انځورونه خپاره کړي، چې وايي د زندۍ کېدو له کبله وژل شوي.
د سوریې حکومت څو ځلې د خپلو مخالفانو پروړاندې د کیمیاوي وسلو کارولو رپوټونه رد کړي.
خو د ملګرو ملتونو اړوند د کیمیاوي وسلو د کارولو د بندیز د ټولنې رپوټ په تېره اکتوبر میاشت کې په ډاګه کړه، چې د سوریې حکومت ځواکونو د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ لږترلږه درې ځلې (کلور) وژونکی ګاز کارولی دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
په راپور کې راغلي وو، په وروستي ځل ''اسلامي دولت'' (داعش) نومې ډلې ګوګړ کارولي وو.
په خان شیخون کې د طبي سرچینو له خولې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د سې شنبې ورځ برید کې زیانمن شوي کسان بې هوښه شوي، زړه یې بدېږي او پر خوله یې ځګ درېږي.
سرچینه وايي، ګڼ زیانمن شوي ولسي وګړي دي، چې لږترلږه نهه پکې ماشومان دي.
د ادلب پر ډېری هغو برخو چې دا بمبار پرې شوی، د مخالفو ډلو جنګیالي واکمن دي.
پر دغو سیمو روسي او د سوریې الوتکې په منظم ډول بمبارۍ کوي، همداشان د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې پروړندې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له بمباریو هم خوندي نه دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، Reuters








