اروپايي ټولنه: ۲۰۱۶ کال کې ۱۸۳ زره افغانانو د پناه غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د اروپايي ټولنې هغه رپوټ کې چې ۲۰۱۶ کال کې په اروپا کې د پناه غوښتونکو شمېرې ښيي، ویل شوي دغه کال کې ۱۸۳ زره افغانانو په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې ده.
په رپوټ کې ویل شوي، چې ډېری دغو کډوالو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې وه. رپوټ دغه راز وايي، د هغو افغانانو په شمېر کې، چې د اروپايي ټولنې ۲۸ غړو هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه کړې، د ۲۰۱۵ کال پرتله ډېر بدلون نه دی راغلی، خو د ۲۰۱۴ کال پرتله ۴۰۰ سلنه ډېر شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په رپوټ کې ویل شوي، د ۲۰۱۶ کال ۱۸۳ زره غوښتنلیکونه چې افغانانو وړاندې کړي ۷۰ سلنه یې په جرمني کې و.
د سوریې اوسېدونکو د پناه غوښتنلیکونو شمېر ۳۳۴ ته رسېږي او دې سره د شمېر له مخې په لومړي کتار کې راځي.
اروپا کې د عراقي پناه غوښتونکو شمېر ۱۲۷ زره کسانو ته رسېږي، چې دریم ځای لري او ایرانیانو د ۲۰۱۶ کال په اوږدو کې له ۴۰ زره ډېر د پناه غوښتنلیکونه اروپايي هېوادونو ته وړاندې کړي، چې دې سره یې شپږم ځای نیولی دی.
د اروپايي ټولنې رپوټ ښيي، چې د ۲۰۱۶ کال اوږدو کې د پناه غوښتنې ۱.۱ میلیون دوسیو په اړه پرېکړه شوې، چې یوازې ۶۱ سلنه (۳۶۰۰۰۰دوسیو) ته مثبت ځواب ورکړل شوی دی.
په دې اړه ۵۷ سلنه پرېکړې جرمني کې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
۲۰۱۵ کال کې چې د پناه غوښتونکو شمېر په ډېرېدو شو، د جرمني حکومت اعلان وکړ، هغه افغان پناه غوښتونکي به بېرته خپل هېواد ته ولېږي، چې جرمني کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شي.
افغان او جرمن حکومتونو د تېر کال په اکتوبر کې د رد شویو افغان پناه غوښتونکو په تړاو هوکړه لاسلیک کړه.
له هغه راهیسې جرمني هره میاشت یوه الوتکه کابل ته استوي، چې ډېری مساپر یې ګوښي نارینه وي. په تېر یوه کال کې جرمني ۸۰ زره پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته استولي، چې وړاندوینه شوې روان کال کې ښايي دغه شمېر ډېر شي.








