'ننګرهار کې د داعش ډلې تر ۵۰ ډېر اورپکي وژل شوي'

د عکس سرچینه، Empics
د افغان پوځ چارواکي وايي چې ننګرهار ولایت کې یې د داعش ډلې پر وړاندې په ځمکني او هوايي عملیاتو کې د دغې ډلې تر ۵۰ ډېر وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار ولایت هسکه مېنه او کوټ ولسوالۍ د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش اصلي مرکزونه بلل کېږي او په تېرو څو میاشتو کې دا دوهم ځل دی چې افغان امنیتي ځواکونه په دغو سیمو کې د اورپکو د ځپلو لپاره پوځي عملیات کوي.
افغان چارواکي وايي چې د داعش ډلې دوه مهم مرکزونه یې له مینځه وړي دي.
ختیځ کې د سیلاب قول اردو ویاند شیرین اقا بي بي سي ته وویل چې اسلامي دولت نومې ډله په ځینو سیمو کې له ولسي وګړو د انساني سپر په ډول کار اخلي او د دوی د پوځي عملیاتو لپاره خنډ جوړوي.
خو د ده په وینا له دې ټولو سره یې د عملیاتو له پیل تراوسه د سمیع الله په نامه د یوه قومندان په ګډون ۵۲ داعشیان وژلي او ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي. د ښاغلي شیرن آقا په وینا تر اوسه یې لس کلي د داعش ډلې له شتونه پاکې کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
قومي مشران او د سیمي اوسېدونکي د دولتي ځواکونو له پرمختګه خوشحاله دي.
بله خوا د ننګرهار چارواکي وايي تېره شپه یې د جلال آباد ښار شاوخوا سیمو کې چاڼیزو عملیاتو کې له داعش ډلې سره په تړاو ۱۲ کسان نیولي. په نیول شویو کې ویل کېږي د دغې ډلې د جلب او جذب مشر هم شته.
ډیورند کرښې سره نښتو د ننګرهار ولسوالیو کې د داعش ډلې د فعالیتونو له پراخېدو وروسته دا وېره شته چې دغه ډله د ولایت مرکز کې خپل شتون ډېروي.
داعش ډلې پلازمېنې کابل کې څو ځلې لویې چاودنې او ځانمرګي بریدونه کړي چې تېره اونۍ یې پر سترې محکمې د برید پړه هم پرغاړه واخیسته.









