ننګرهار کې د داعش پر ضد "پوځي او هوايي" عمليات

د عکس سرچینه، bbc
د افغانستان په ختيځ کې امنيتي ځواکونو د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) پر ضد د ځمکنيو او هوايي عملياتو د پيلېدو خبر ورکړی دی او وايي په دغو تازه عملياو کې يې د داعش ډلې"۳۰" غړي وژلي دي.
د ننګرهار د ملي امنيت ادارې مشر داد محمد حريف وايي، دغه عمليات دوشنبه (۲۷ جون) د ننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍ کې د داعشې ډلې د له منځه وړلو په موخه پيل شوي دي.
ښاغلي حريف ويلي، د دغې ولسوالۍ ځينې برخې يې د داعش له ولکې ایستلي او له ځايي مهال سره سم د ورځې تر ۱۰:۳۰ بجو د دغې ډلې ۳۲ غړي وژل شوي.
په ورته مهال د ننګرهار والي سليم کندوزی وايي، د داعش اورپکو په لسګونو کورونه سوځولي او له ۴۰۰ تر ۵۰۰ کورنۍ له سيمې وتلو ته اړ شوې دي".
بلخوا د ولسي جرګې يو شمېر غړي د افغانستان په خيتځ کې د "داعش ډلې فعاليت د دښمن يو لويه توطيه بللې ده او د امنيتي ځواکونو پر ملاتړ يې ټينګار کړی دی".
د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت يو شمېر ځوانان په کابل کې راغونډ شوي او د ملي وحدت حکومت ته يې خبرداری ورکړی، چې که په دغه ولايت کې د جګړې مخنيوی ونه شي، کېدای شي لمن يې تر پلازمېنې کابله را وغځېږي.
يو له دغو لاريون کوونکو غورځنګ سيال وايي، حکومت او په افغانستان کې شته امريکايي سرتېرې باید د داعش ډلې د فعاليت مخه ونيسي.
دغو لاريون کوونکو خبرداری ورکړی چې که په دې اړه جدي اقدام ونشي نورو لاريونو ته به مخه وکړي.
پرون د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د يوه ويډيويي کنفرانس له لارې د ننګرهار ولايت له سياسي او پوځي چارواکو سره خبرې کړې او پر دې يې ټینګار کړی چې "د ټول پوځ او شته امکاناتو په کارولو سره د داعش ډلې پر ضد اقدام وکړي".
نوموړي په دغه کنفرانس کې ويلي، د ننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍ به د داعش ډلې پر "هديره" بدله کړي او د خلکو غچ به له دغې ډلې واخلي.
د تېرې جمعې شپې له عملياتو وروسته د دغې ډلې ۱۳۱ غړي او ۱۲ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.








