"جرمني کې پر عرب کډوالو د جنسي ځورونې تور دروغ دی"

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني پولیس وايي د هغو لویو ورځپاڼو خبرونه دورغ ثابت شوي چې څه موده وړاندې یې لیکلي ول چې یوشمېر عربان فرانکفورت ښار کې په ډله ییزې جنسي ځورونې سر شوي ول.
واشنګټن پوست ورځپاڼې د جرمني د پولیسو پر هغې څېړنې راپور کښلی چې د نوي کال په شپه ادعا شوې کړنې یې څېړلې، هغه دا چې ګواکې عربو سړیو چې ډېری یې کډوال ول د فرانکفورت د ښار مرکز کې په کوڅو کې د ښځو په جنسي ځورونې لاس پورې کړی و.
په داسې حال کې چې جرمني په سلګونو زره کډوالو ته غېږه پرانستله د بلد "Bild " ورځپاڼې راپور دغه هېواد کې ډېرې اندېښنې راوټوکولې. تر دغه وړاندې د نوي کال په شپه د جرمن کولن او نورو ښارونو کې هم ورته ادعاوې شوې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو اوس چې پولیسو د دغو جرمونو د ثابتولو لپاره څېړنې کړي دي وايي ډا ټولې ادعاوې بې بنسټه دي.
خلکو او دوکاندارانو ویلي چې د نوي کال لمانځنه په سوله ییز ډول سره شوه او دوی ادعا شوې کړنې نه دي لیدلي.
بلد ورځپاڼې اوس له خپلې وېبپاڼې هغه کیسه ړنګه کړې او د وېبپاڼې یوه مسول مدیر یې د سه شنبې پر ورځ د خپلې کمپنۍ له کاره بخښنه غوښتې ده.
جرمني کې د پناه غوښتونکو او کډوالو په اړه خورا ډېر ناسم رپوټونه او اوازې خپرې شوې چې ډېر سیاسي درزونه یې واچول.
په داسې حال کې چې لومړۍ وزیره انګلا مېرکل د کډوالو د منلو پر کړي هوډ ولاړه وه، داسې خبرونو د خلکو تر منځ او په تېره بیا پر ټولنیزو شبکو عامه افکار د کډوالو پر ضد اړول.
د واشنګټن پوست په لیکنه تر ټولو لویې ادعاوې دا وې چې ګواکې د جرمني یوه له ترټولو زړې کلیسا ته د اوراچولو پرمهال د «الله اکبر» نارې اورېدل شوې وې، او یا هغه کډوال چې له لومړۍ وزیرې مېرکل سره سلفي عکس اخیستی و ترهګرۍ سره په تړاو تورن دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د ورځپاڼې په لیکنه ډېری داسې راپورونه د ټولنیزو شبکو له خوا خپاره شوي او یا د Breitbart په شان شعوري وېبپاڼو بړاس ورکړی.
په جنسي تېري د کډوالو او پناه غوښتونکو تورنول په جرمني کې عام شوی تور دی. د ۲۰۱۵ نوي کال په شپه ګونګوسې خپرې شوې چې د کډوالو لویو ډلو پر ښځو لاس اچولی چې د لږ شمېر چارواکو او رسنیو پام يې ځان ته ور واړوه.
شپږمیاشتې وروسته د جرمني له پولیسو په پټه اېستل شوي راپور کې ول چې ۱۲۰۰ ښځې د ۲۰۰۰ سړیو له خوا په بېلابېلو ښارونو کې ځورول شوې وې.








