جرمني کې د جنسي ځورونې یو تورن بې ګناه بلل شوی

د جرمني کولون ښار کې یوه قاضي د یوه الجزایري سړي خلاف د جنسي ځورونې تورونه لغو کړي دي، چې د نوي کال پیل پر مهال لګیدلي وو.
د محکمې یوه ویاند بي بي سي ته وویل، دا ثابته نه شوه، چې دغه ۲۶ کلن سړي د جنسي ځورونې په هغو پېښو کې لاس درلود.
نوموړي او یوه بل ۲۳ کلن هېوادوال ته یې، د ۶ میاشتو لغو شوې سزا ورکړله شوې وه.
د جنسي ځورونې دغو پېښو کې په ظاهره د شمالي افریقا وګړي او عربان ښکېل بلل شوي وو. له دغو پېښو وروسته جرمني کې په پراخه کچه غوسه راپاریدلې وه.
پولیسو هغه مهال ویلي و، د شمالي افریقا یو شمېر غیر قانوني کډوال او پناه غوښتونکي د دغو بریدونو مشکوکو کسانو کې شامل دي.
د دغو پېښو له کبله، چې د دسمبر په ۳۱ شپه رامنځته شوې، جرمني کې د دغه هېواد د پرانیستو دروازو پر پالیسۍ تاوده بحثونه پیل شول.
د چارواکو او عیني شاهدانو په خبره دغه بریدګر کسان په هغو نژدې ۱۰۰۰ کسانو کې شامل وو، چې د کولون په مرکزي ریل تم ځای کې یو ځای شوي وو او بیا په کوچنیو ډلو ووېشل شول، له ښځو سره یې نامناسب چلند وکړ او غلا یې ورنه وکړه.




