د برلین ایالتي ټاکنو کې د انګیلا میرکل ګوند درنه ماتې خوړلې

میرکل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، شنونکي د کډوالو په تړاو د اغلې میرکل تګلاره د هغې د ګوند د پاتې راتلو لامل بولي.

د انګیلا میرکل په مشرۍ د جرمني مسیحي دیموکرات ګوند د برلین په ایالتي ټاکنو کې له ۱۸ سلنې د کمو رایو په ګټلو سره لویه ماتې خوړلې ده. دغه ګوند اته څوکۍ بایللې دي.

اوس دغه ښي اړخی ګوند اړ دی چې له سوسیال ډیموکراټ ګوند سره له ایتلاف نه ووځي.

کیڼ اړخی سوسیال ډیموکراټ ګوند د رایو له ډېر کمښت سره مخامخ شوی دی، خو ۲۱ سلنه رایې یې ګټلې دي.

اټکل دی چې سوسیال ډیموکراټ ګوند به له دوو نورو کیڼ اړخو ګوندونو "کیڼ اړخو" او "زرغونیانو" سره ایتلاف وکړي.

که دا کار وشي، دا به لومړی ځل وي چې درې ګوندونه د برلین ایالتي شورا کې سره یوموټی شي.

* <link type="page"><caption> جرمني پارلماني ټاکنې کوي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/news_in_brief/2013/09/130922_hh-rollingnews-1" platform="highweb"/></link>

په مقابل کې، ښي اړخي سخت دریځه "د جرمني لپاره الټرنټیو" ګوند، ۱۴ سلنه رایې ګټلې. دغه ګوند د کډوالو په اړه د اغلې میرکل د حکومتي تګلارو سرسخته مخالف هم دی.

دغه ګوند د لومړي ځل لپاره په ایالتي ټاکنو کې ګډون کوي، چې له ټول ټال ۱۴۹ ایالتي څوکیو یې ۲۵ خپلې کړې دي.

د جرمني ډېری سیاستوال ددغه سخت دریځه ګوند په اړه اندېښمن دي چې واک ته رسېدل یې د جرمني د راتلونکې لپاره خطرناک وي.

"ازاد ډیموکراټ" لیبرال ګوند هم د لومړي ځل لپاره ټاکنو کې ګډون کړی او ۱۲ څوکۍ یې ګټلې دي.

برلین د جرمني له ۱۶ ایالتونو نسبتاً کوچنی هغه دی، خو د درې نیم میلیون اوسېدونکو په درلودلو سره د هېواد تر نورو ایالتونو ډېر ګڼ وګړیزه ښار دی.

شنونکي د کډوالو په تړاو د اغلې میرکل تګلاره د هغې د ګوند د پاتې راتلو لامل بولي.

اټکل دی چې سوسیال ډیموکراټ ګوند به له دوو نورو کیڼ اړخو ګوندونو "کیڼ اړخو" او "زرغونیانو" سره ایتلاف وکړي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، اټکل دی چې سوسیال ډیموکراټ ګوند به له دوو نورو کیڼ اړخو ګوندونو "کیڼ اړخو" او "زرغونیانو" سره ایتلاف وکړي.

ددغه ګوند چارواکو وړاندې ویلي وو، په ټاکنیزو منډو ترړو کې د دوی په مخ کې تر ټولو لویه ستونزه تېر کال د ډېرو کډوالو د منلو له کبله وه.

په تېر یوه کال کې تر یوه میلیون ډېر کډوال له منځني ختيځ او افریقا نه جرمني ته تللي دي.