د کیم جونګ نام د وژنې په تور دوې ښځې نیول شوې

د عکس سرچینه، AFP
د شمالي کوریا د مشر د ورور کیم جونګ نام د وژل کېدو په تور د مالیزیا کولالامپور کې دویمه مشکوکه ښځه نیول شوې.
کیم جونګ نام د تېرې دوشنبې په ورځ د مالیزیا کولالامپور ته د الوتنې پرمهال ظاهراً د زهرو په مټ وژل شوی.
تر دې وړاندې د نوموړي د وژنې په تور یوه بله ښځه هم نیول شوې وه.
لومړۍ نیول شوې مشکوکې ښځې په ویتنامي پاسپورټ د سفر هوډ درلود، چې د چارشنبې په ورځ ونیول شوه.
د مالیزیا د پولیسو یوه عمومي څارنوال سري خالد بن ابو بکر ویلي، دویمه ښځه د پنجشنبې په ورځ ونیول شوه.
سي سي ټي وي ویلي، یادې ښځې اندونیزیایی پاسپورټ درلود.
د مالیزیا پولیس وايي، د کیم جونګ نام د مړي په اړه ازموینې بشپړې شوې دي.
د مالیزیا پولیس وايي، نیلو شوې مشکوکې ښځې به د پنجشنبې په ورځ محکمه کې حاضرې کړل شي.
قوي بدګومانۍ شته چې شمالي کوریا د کیم جونګ نام د وژنې تر شا وي، خو تر اوسه دا مسله نه ده منل شوې.

د عکس سرچینه، REX/SHUTTERSTOCK
مالیزیا تر اوسه رسماً نه ده تایید کړې چې د کیم چول په نامه سفر کوونکی هماغه کیم جونګ نام دی.
د مالیزیا مرستیال لومړي وزیر احمد زاهد حمیدي د پنجشنبې په ورځ رسماً د یوه سړي وژل کېدل ومنل، چې په وینا یې د کیم چول په نامه یې سفر کاوه.
پولیس وايي، د ځینو نورو مشکوکو کسانو د نیولو په لټه کې دي.
د امریکا یوې باخبره دولتي سرچینې ویلي، اټکل دی چې کیم جونګ نام د شمالي کوریا د مامورینو په مټ مسموم شوی وي.
د جنوبي کوریا د څارګرې ادارې مشر لي بیونګ هو ددغه هېواد پارلمان ته په وینا کې ویلي، پیونګ یانګ له څو کلونو راهیسې د کیم جونګ نام د وژلو هوډ درلود، خو چین یې ساتنه کوله.
د رپوټونو له مخې، نوموړي تېر کال هم د هغه د وژل کېدو هڅه شوې وه.
شمالي کوریا له خپلې خاورې بهر په وژنو، بریدونو او انسان تښتونو کې اوږده مخینه لري.

د عکس سرچینه، AFP










