د شمالي کوریا له توغندي ازمویلو وروسته ټرمپ د جاپان بشپړ ملاتړ اعلان کړ

ښاغلي ټرمپ ویلي، امریکا سل په سلو کې د جاپان ملاتړې ده

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ښاغلي ټرمپ ویلي، امریکا سل په سلو کې د جاپان ملاتړې ده

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا له خوا د جاپان قلمرو ته د بالستیک توغندي له ازمویل کېدا ورسته ویلي، امریکا '۱۰۰ سلنه' له خپل لوی ملګري جاپان ملاتړې ده.

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابي چې دا مهال د امریکا په سفر دی، ویلي، دا ازموینه "په بشپړه توګه د نه منلو" ده. جاپاني چارواکو ویلي، دا توغندی د د دوی اوبو ته نه دی رسېدلی.

د امریکا ولسمشر او د جاپان لومړي وزیر یوې خبري غونډې ته دا وینا کړې ده.

شمالي کوریا ویلي، یو بالیستیک توغندی یې ازمویلی، چې نژدې ۵۰۰ کیلومتره لیرې واټن ویشتلی شي. بل خوا، یوه امریکايي چارواکي ویلي، ښایي دا توغندی له لویې وچې نه شي تېرېدلی.

جنوبي کوریا دا ازموینه 'خطرناک ګواښ' او له نړیوالو پرېکړو سرغړاوی بللی.

د شمالي کوریا خبري اژانس (یونهاپ) ویلي، د ازمویل شوي توغندي ډول نه دی په ډاګه شوی.

د جنوبي کوریا چارواکو ویلي، دغه توغندی د شنبې په ورځ، په ځايي وخت ۷ بجې او ۵۵ دقیقې (د ګرینوېچ پر وخت ۲۲: ۵۵) د جاپان سمندرغاړې ختیځ لوري ته توغول شوی دی.

توغندی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د شمالي کوریا د اتومي توغندیو ازموینو په سیمه لوی سرخوږی جوړ کړی

پیونګ یانګ تېر کال یو شمېر اتومي توغندي ازمویلي دي.

دا توغندی پیونګ یانګ ولایت شمال کې له بنګیون هوايي اډې توغول شوی، چې د جنوبي کوریا له لوېدیځ ټاپو سره ګاونډیتوب لري.

د امریکا دفاعي چارواکو له خولې رویټرز خبري اژانس ویلي، واشنګټن وايي ''موږ ومونده چې له شمالي کوریا یو توغندی ویشتل شوی دی''.

د سپینې ماڼۍ چارواکو وویلي، ولسمشر ټرمپ ته هم د دغه توغندي په اړه رپوټ ورکړل شوی.

غبرګونونه

جیمز مټیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېره اونۍ جنوبي کوریا ته د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس وویل، د شمالي کوریا له خوا د هر ډول اتومي وسلو کارول به له غبرګون سره مخامخ شي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، شاید دا توغندی له لویې وچې اوښتونکی نه وي.

د دغې ازموینې په اړه د پیونګ یانګ پرضد قوي غبرګونونه ښودل شوي.

د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ دفتر ویلي، د یکشنبې پر ګهیځ یې نهه نیمې بجې په سیول کې د ملي امنیت یوه بېړنۍ ناسته راغوښتې ده.

جاپان - چې لومړی وزیر یې شینزو ابي دا مهال د امریکا سفر کې دی، د شمالي کوریا ددغه ګام اخیستو په اړه اندېښنه ښودلې.

د تېر کال جنورۍ میاشت کې، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وویل، هېواد یې د اتومي سروکو لېږدوونکو لنډ واټنه توغندیو ازمویلو وړتیا موندلې ده.

په سیمه کې د اتومي او بالستیک توغندیو ازمویلو اندېښنې ډېرې کړې دي.

تېره اونۍ جنوبي کوریا ته د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس وویل، د شمالي کوریا له خوا د هر ډول اتومي وسلو کارول به له غبرګون سره مخامخ شي.

نوموړي وویل، امریکا په روان کال کې جنوبي کوریا کې د امریکا د توغندیو نصبولو پلان لري.

شمالي کوریا تېر کال ګڼې اتومي ازموینې وکړې

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، شمالي کوریا تېر کال ګڼې اتومي ازموینې وکړې