تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فدرالي قاضي پرېکړې ته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ جدي غبرګون
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوو اسلامي اکثریتي هېوادونو پر وګړو د امریکا سفر هغه بندیز بېرته فعالولو هوډ څرګند کړی، چې د دغه هېواد محکمې په موقت ډول لغو کړی.
د واشنګټن ایالت یوه فدرالي قاضي جیمز رابرټ دغه بندیز له اساسي قانون سره په ټکر کې بللی و او د محکمې له لوري یې د یوه امر له لارې په موقت ډول ځنډولی و.
د ټویټر له لارې ښاغلي ټرمپ جیمز رابرټ ' تش په نامه قاضي ' بللی او وايي ' د خندا وړ چاره ' به یې هېواد د قانون له پلي کولو لېري کړي.
له دغې پرېکړې وروسته یو شمېر هوايي شرکتونو ویلي، امریکا ته د دغو هېوادونو وګړو لېږدولو لپاره یې الوتنې پیل کړې دي.
ټرمپ حکومت وايي دغه ګام یې د امریکا خوندي ساتلو لپاره پورته کړی او وايي د اوسنۍ پرېکړې خلاف به استناف غوښتنه وکړي.
د سیاټل سیمې قاضي جیمز رابرټ د حکومتي مدافع وکیلانو د هغه دریځ خلاف پرېکړه کړې، چې ویلي یې و د ډونلډټرمپ ولسمشریز فرمان نه شي ننګول کېدای.
ولسمشر ټرمپ دا وروستیو کې هغه فرمان لاسلیک کړی، چې له مخې یې د ایران، سومالیا، عراق، سودان، لیبیا او یمن وګړو امریکايي ویزې د ۹۰ ورځو لپاره ځنډول شوي وي.
د دې تر څنګ له سوریې نه امریکا ته د کډوالو پر ورتګ د نامعلومې مودې لپاره بندیز لګول شوی و. تېره اونې په همدې تړاو د ښاغلي ټرمپ پر ضد د هېواد په لر او بر کې مظاهرې وشوې او د امریکا په یو شمېر هوايي ډګرونو کې ګډوډي رامنځته شوه.
اوس د امریکا ګمرکونو چارواکو هوايي شرکتونو ته ویلي، چې تر څو دغه قضیه په محکمه کې ده، دوی کولای شي د دغو هېوادونو وګړي امریکا ته ولېږدوي.
خو که ټرمپ حکومت وتوانیږي، له محکمې نه دې لړ کې امتناعي امر تر لاسه کړي، ښايي دغه لړۍ بېرته په ټپه ودریږي.
چارواکو د محکمې دغه پرېکړه زیاتی بللی او وايي د ولسمشر فرمان قانوني او مناسب دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله ویل شوي، چې د ولسمشر فرمان له عملي کېدو راهیسې نژدې ۶۰ زره ویزې ځنډول شوې دي.
د ټرمپ له لوري د بندیز له لګول کېدو وروسته محکمې ته د واشنګټن ایالت له لوري عریضه وړاندې شوه، چې وروسته مینسوټا ایالت هم په کې شامل شو.
د واشنګټن لوی څارنوال باب فرګوسن دغه بندیز غیر قانوني او له اساسي قانون سره ټکر کې بللی، ځکه د نوموړي په خبره دغه بندیز د خلکو منځ کې د هغوی د مذهب پر بنسټ تبعیض رامنځته کوي.
واشنګټن کې د بي بي سي خبریال ډېوېډ ویلیس وايي، د فدرالي قاضي دغه پرېکړه د ټرمپ حکومت لپاره یوه جدي ننګونه بلل کېږي، چې د اوو مسلمان اکثریتي هېوادونو وګړي، چې بندیز پرې لګېدلی و اوس کولای شي د امریکا ویزا لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي.
خو حکومت د دغې پرېکړې خلاف استناف غوښتنه کولای شي.