تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ او پاکستان
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د امريکا د ولسمشرۍ پر څوکۍ د ډونلډ ټرمپ د کښېناستا دوې اوونۍ پوره کېږي، خو د ده ځينو پرېکړو د نړۍ په لر او بر کې یو شمېر هېوادونه حیران او اندېښمن کړي دي. پاکستان هم د ناڅرګند حالت سره مخ دی نو ویلی شو چې دلته هم خلک نیم خپه، نیم هیله من او نیم حیران دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا د ټرمپ دا پرېکړه، چې ګواکې نړۍ به د مسلمانو توندلارو ډلو له شتون پاکوي، په تړاو وايي، ترهګري باید له کوم هېواد او مذهب سره ونه تړل شي. خو زیاتوي، هیله من دي، چې د ټرمپ له راتګ سره به د پاکستان او امریکا اړیکي ښې شي.
که څه هم ټرمپ د پاکستان په تړاو تراوسه خپله تګلاره نه ده جوته کړې، خو د هند په اړه د هغه بیانونو پاکستان اندېښمن کړی دی. پاکستان کې ځینې سیاستوال په دې باور دي چې که ټرمپ هند ته نژدې کېږي نو ښايي د پاکستان لپاره به ښه زېری نه وي.
ټرمپ له راتګ سره سم پر اوو مسلمانو هېوادونو د ویزې بندیز ولګاوه. که څه هم پاکستان د پاکستان وګړي په دې بندیزونو کې نه دې شامل خو دا وېره شته چې د سعودي، پاکستان او د افغانستان د وګړو لپاره به د ویزې شرایط تر پخوا نور هم سخت شي.
پاکستان په دې تورن دی چې د حقاني شبکې، طالبانو او یو شمېر نورو وسله والو ملاتړ کوي.
په دې وروستیو کې افغانستان،عراق او ملګرو ملتونو لپاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیزاد وویل په افغانستان کې ستونزو مور پاکستان دی.
خو پاکستان تل دغه ډول تورن رد کړي او وایي چې دوی هم د ترهګرۍ قربانیان دي.
د پاکستان د پوځ پخوانی ډګروال انعام الله خان وايي، کېدی شي اوس امریکا د اقتصادي بندیزونو له لارې پر پاکستان فشار واچوي، ځکه چې د ده په خبره له نورو لارو پاکستان نشي کمزوری کولی.
له دې سره چې د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف سره ټيلېفوني خبرې کړي او پاکستان همدا هیله لري چې کېدی شي له دوی سره به يې اړیکې ښې وي.
د ممبۍ بریدونو مشکوک طراح نظر بندي
د ټرمپ له راتګ سره سم پاکستان د جماعت داوه مشر او د هند د ممبۍ د خونړیو بریدونو مشکوک طراح حافظ سعید نظر بند کړ، خو وايي، دا ګام یې د کوم بل هېواد په خوله یا فشار نه دی پورته کړی.
کېدی شي همداسې وي خو پاکستان په تېر کې ډېری داسې کسان نه یوازې د امریکا په خوله بنديان کړي بلکې هغوی ته یې سپارلي هم دي.
ځینې سیاستوال وايي د پاکستان تېر تاریخ ته په کتو په اوس وخت کې د امریکا د خوشحاله کولو لپاره لږ تر لږه همدا یوه اقدام کولی شي.
خو دا چې پاکستان دا ګام څومره له زړه اخیستی، د بهرنۍ تګلارې په څېر یې تت ښکاري.