ټرمپ او پاکستان

پاکستان او امریکا

د عکس سرچینه، AFP

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د امريکا د ولسمشرۍ پر څوکۍ د ډونلډ ټرمپ د کښېناستا دوې اوونۍ پوره کېږي، خو د ده ځينو پرېکړو د نړۍ په لر او بر کې یو شمېر هېوادونه حیران او اندېښمن کړي دي. پاکستان هم د ناڅرګند حالت سره مخ دی نو ویلی شو چې دلته هم خلک نیم خپه، نیم هیله من او نیم حیران دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا د ټرمپ دا پرېکړه، چې ګواکې نړۍ به د مسلمانو توندلارو ډلو له شتون پاکوي، په تړاو وايي، ترهګري باید له کوم هېواد او مذهب سره ونه تړل شي. خو زیاتوي، هیله من دي، چې د ټرمپ له راتګ سره به د پاکستان او امریکا اړیکي ښې شي.

نواز شریف

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، تر دې وړاندې لومړي وزیر نواز شریف ټرمپ ته بلنه ورکړې چې پاکستان ته ورشي

که څه هم ټرمپ د پاکستان په تړاو تراوسه خپله تګلاره نه ده جوته کړې، خو د هند په اړه د هغه بیانونو پاکستان اندېښمن کړی دی. پاکستان کې ځینې سیاستوال په دې باور دي چې که ټرمپ هند ته نژدې کېږي نو ښايي د پاکستان لپاره به ښه زېری نه وي.

ټرمپ له راتګ سره سم پر اوو مسلمانو هېوادونو د ویزې بندیز ولګاوه. که څه هم پاکستان د پاکستان وګړي په دې بندیزونو کې نه دې شامل خو دا وېره شته چې د سعودي، پاکستان او د افغانستان د وګړو لپاره به د ویزې شرایط تر پخوا نور هم سخت شي.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان په دې تورن دی چې د حقاني شبکې، طالبانو او یو شمېر نورو وسله والو ملاتړ کوي.

په دې وروستیو کې افغانستان،‌عراق او ملګرو ملتونو لپاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیزاد وویل په افغانستان کې ستونزو مور پاکستان دی.

خو پاکستان تل دغه ډول تورن رد کړي او وایي چې دوی هم د ترهګرۍ قربانیان دي.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د پوځ پخوانی ډګروال انعام الله خان وايي، کېدی شي اوس امریکا د اقتصادي بندیزونو له لارې پر پاکستان فشار واچوي، ځکه چې د ده په خبره له نورو لارو پاکستان نشي کمزوری کولی.

له دې سره چې د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف سره ټيلېفوني خبرې کړي او پاکستان همدا هیله لري چې کېدی شي له دوی سره به يې اړیکې ښې وي.

د ممبۍ بریدونو مشکوک طراح نظر بندي

پاکستان او امریکا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، حافظ سعید

د ټرمپ له راتګ سره سم پاکستان د جماعت داوه مشر او د هند د ممبۍ د خونړیو بریدونو مشکوک طراح حافظ سعید نظر بند کړ، خو وايي، دا ګام یې د کوم بل هېواد په خوله یا فشار نه دی پورته کړی.

کېدی شي همداسې وي خو پاکستان په تېر کې ډېری داسې کسان نه یوازې د امریکا په خوله بنديان کړي بلکې هغوی ته یې سپارلي هم دي.

ځینې سیاستوال وايي‌ د پاکستان تېر تاریخ ته په کتو په اوس وخت کې د امریکا د خوشحاله کولو لپاره لږ تر لږه همدا یوه اقدام کولی شي.

خو دا چې پاکستان دا ګام څومره له زړه اخیستی، د بهرنۍ تګلارې په څېر یې تت ښکاري.

د ویډیو تشریح، افغانستان او پاکستان ته به د ټرمپ تګلاره څنګه وي؟