پاکستان د طالب بندیانو د خوشي کولو غوښتنه ومنله

پاکستان موافقه وکړه چې په پاکستان کې یو شمېر بندي طالبان به خوشي کوي. په اسلام آباد کې د بي بي سي دفتر ته ویل شوي چې د هغو څلورو طالب قوماندانو له ډلې چې د خوشي کولو غوښتنه یې شوې وه یو د انور الحق مجاهد په نامه خوشي شوی دي.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
له پاکستاني لوړ پوړو مشرانو سره د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي له درې ورځنیو خبرو اترو وروسته ۱۳ طالبان خوشې شول.
په دغو کسانو کې د مولوي خالص زوى قومندان انورالحق هم شامل دی. ویل کېږي چې افغان پلاوي د څلورو جگپوړو طالب بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه خو تر اوسه پاکستان یوازې انورالحق خوشې کړی دی.
په دغو څلورو کسانو کې د طالبانو د عدليې پخوانی وزیر نورمحمد ترابي او د طالبانو پخوانی مرستیال مشر عبدالغني برادر شامل دي.
انورالحق په ۲۰۰۹م کال کې په پېښور کې نیول شوی و. ویل کېږي چې انورالحق د طالبانو په واکمنۍ کې د تورې بوړې قومندان وو.
د سرچينو په وينا پاکستان کې د طالبانو زیاتره بندیان په پنډۍ او اسلام اباد کې د آی اس آی په توقیف کې دي.
پښور کې د بي بي سي خبریال وايي په تېرو څو ورځو کې ځینې طالب زندانیان د پېښور زندان ته لېږدول شوي او د دې امکان شته چې دغه بندیان هم ژر خوشې کړل شي.
"پاکستان ژمنه کړې که د منځنۍ کچې طالبانو پرېښوونې د سولې له خبرو اترو سره مرسته وکړه نو د ملا عبدالغني برادر په خوشې کېدو به هم غور وکړي."
افغان چارواکی
ځینو سر چینو بي بي سي ته ویلي چې پاکستان د طالبانو د واکمنې د مهال د کابل والي داود جلالي، د ننګرهار والي مېر احمد ګل او د بغلان والي ملا عبدالسلام چې ملامحمد په نوم هم مشهور دی په خوشې کولو هم سلا شوى.
افغان چارواکو د روېترز خبري آژانس ته ویلي چې پاکستان ورسره ژمنه کړې که د منځنۍ کچې طالبانو پرېښوونې د سولې له خبرو اترو سره مرسته وکړه نو دوى به د ملا عبدالغني برادر په خوشې کېدو هم غور وکړي.
افغان چارواکي باور لري چې ملا برادر کولى شي چې د طالبانو مشرتابه له افغان حکومت سره خبرو اترو ته وهڅوي.
کابل کې د بي بي سي د خبریال په وينا، د افغان حکومت مهمو سر چینو ویلي دي چې دا مهال په پاکستان کې د افغان طالب زندانیانو شمېر له ۳۰ نه نيولې تر ۴۰ پورې دی او هيله لري چې دغه ټول به د پاکستان حکومت خوشې کړي.
خو په خپله د طالبانو سرچینې بيا وايي چې په پاکستان کې د دوی د زندانیانو شمېره تر سلو لوړه ده.
د پاکستاني چارواکو په وینا خوشي شوي کسان کولی شي په پاکستان او یا هم افغانستان کې اوسېږي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی بېرته کابل ته ستون شوی.













