د افغان سولې لپاره بهر کې کنفرانس جوړېږي

د خپريدو وخت: 05:22 گرینویچ - پنجشنبه 15 نومبر 2012 - 25 لړم 1391

افغانستان او پاکستان به د ملګرو ملتونو له تور لسته د هغو طالبانو او نورو ډلو د غړو د نومونو په ایستلو کې له نړیوالو ملګرو سره په ګډه هلې ځلې وکړي چې په سوله ایزو خبرو اترو کې ګډون کوي.

له پاکستاني لوړ پوړو مشرانو سره د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي تر درې ورځنیو خبرو اترو وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره شوه.

په اعلامیه کي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې راغلي؛ افغان لوري په هېواد کې د سولې او پخلاینې بهیر په ګوته کړ او له پاکستاني لوري یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپله رول ولوبوي.

پاکستان په دې برخه کې د افغانستان له هڅو او د اوږدې سولې د راوستلو له لار نقشې او نظره ملاتړ وکړ.

دواړو خواوو له طالبانو او نورو وسله والو ډلو وغوښتل چې د افغان حکومت په مشرۍ او د دوی په کوربه توب د پخلاینې په بهیر کې ورګډ شي.

د افغانستان، پاکستان او متحدو ایالتونو په ګډون ټول ښکېل هېوادونه به د پخولاینې بهیر کې د ګډون لپاره ټولو مرکچیانو ته د خوندي سفر امکانات برابر کړي.

افغانستان او پاکستان به د ملګرو ملتونو له تور لسته د هغو طالبانو او نورو ډلو د غړو د نومونو په ایستلو کې له نړیوالو ملګرو سره په ګډه هلې ځلې وکړي چې په سوله ییزو خبرو اترو کې ګډون کوي.

دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د عالمانو کنفرانس چې د افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو دیني عالمان په کې وي، راوبولي.

دا کنفرانس به په افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان او یا بل اسلامي هېواد کې جوړېږي.

د افغانستان ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي دې ته هیلمنه ده چې دا به د سولې په لاره کې ګټور وګرځي؛ ځکه د نوموړې په ګومان پاکستان سولې ته د طالبانو په راماتولو کې مهمه ونډه لرلی شي:

"فکر کوم د پاکستان له ونډې پرته په افغانستان کې سوله پایلې نه شي لرلی، ځکه موږ پوهېږو طالبان پاکستان رامنځ ته کړي، ملاتړ یې کړی او اوس یې هم په یو ډول ملا تړي.

"زما په فکر د افغانستان د مسالې کنټرول اسانه نه دی؛ ځکه چې د کړکېچ لمن تر کراچۍ او لاهوره رسېدلې ده دوی په خپله پدې ستونزه اخته دي."

عبدالسلام راکټي

نو د سولې په رامنځ ته کېدو کې د پاکستان ونډه مهمه ده."

خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یو چارواکی ملاعبدالسلام راکټي بیا د غو خبرو اترو ته دومره هیلمن نه دی، دی وايي د افغان مسالې حل پېچلی دی:

" زما په فکر د افغانستان د مسالې کنټرول اسانه نه دی؛ ځکه چې د کړکېچ لمن تر کراچۍ او لاهوره رسېدلې ده دوی په خپله په دې ستونزه اخته دي.

دوی دا توان هم نه لري چې د کوټې او پېښور شورا سولې ته را ماتې کړي."

د افغانستان د سولې عالي شورا او د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات پرېکړه کړې چې په راتلونکي کې هم دې ته ورته کتنې ولري او خپلو ګډو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>