تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستانۍ رسنۍ: اشرف غني دښمن هېواد کې زموږ پر ضد زهر پاشلي
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د هند په امریتسر کې د اسیا زړه کنفرانس ته په وینا کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر پاکستان نیوکې وکړې او وویل پاکستان د افغانستان د بیارغونې لپاره ۵۰۰ میلیون ډالره مرستې اعلان کړي، خو ښه به دا وي، چې دغه هیواد "له موږ سره د دغو مرستو پر ځای هلته د ترهګرو فعالیت له منځه یوسي." ولسمشر غني دا هم وویل چې یوه طالب مشر ورته ویلي که دوی په پاکستان کې پټنخایونه ونه لري یوه میاشت هم دوام نه شي کولی.
دغو څرګندونو ته د پاکستان انلایني او چاپي رسنیو سخت غبرګون ښودلی. ځينې رسنيو افغان ولسمشر ته د مودي د ژبې کارولو نوم ورکړی دی.
تېره شپه د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز هم په خپل غبرګون کې وویل د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وینا د افسوس وړ ده، خو د افغانستان وضعیت ته په کتو یې وویل دی درک کولی شي چې ښاغلي غني ولې دا خبرې کړي.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، اشرف غني د پاکستان په دښمن هیواد کې د دوی پرضد زهر پاشلي.
که څه هم په انلایني او ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه سمدستي وو خو چاپي رسنيو يې هم نن دوشنبه پرضد سخت غبرګبونونه ښودلي دي.
د سما په نامه د پاکستان یوه اردو ژبي شخصي تلویزیون د افغان ولسمشر تر څرګندونو سمدستي وروسته وویل، افغان ولسمشر د پاکستان ټول احسانونه هېر کړل او په پاکستان يې د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کړ.
د پاکستان جنګ ورځپاڼه بیا ليکي، د اسیا زړه کنفرانس کې هند او افغانستان دواړو یو ډول تور پر پاکستان پورې کړ، خو زیاتوي، روسيې د پاکستان ضد د هند او افغانستان دغه تورونه رد کړل.
خو ډېری نورو ورځپاڼو د اسیا زړه کنفرانس د خبر پر ځای د دغه هېواد د بهرنیو چارو د سلاکار سرتاج عزیز خبري کنفرانس ته ځای ورکړی او کاږي، په هند کې سرتاج عزیز ته د خبري کنفرانس اجازه نه ورکول ناروا عمل دی او زیاتوي، هندي چارواکو د امنيت خرابي یوازې بهانه کړې.
د دغه هېواد د نواې وقت په نامه ورځپاڼه بیا په هند کې د پاکستان د یوه ډيپلوماټ عبدالباسط له خولې لیکي، چې د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې ټول مشران په افغانستان کې دي او افغانستان باید پر پاکستان د نیوکو پر ځای هملته د ترهګرو ځالې له منځه یوسي.
کابل تل اسلام آباد ته ګوته نیسي چې دوی د طالبانو ملاتړ کوي او دوی ته پټنځایونه ورکوي خو اسلام اباد په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.