تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرزى: مودي د بلوڅانو د ملاتړ په برخه کې په حقه دى
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
هندوستان ټايمز:
دغې هندۍ ورځپاڼې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هغه څرگندونې مهمې بللې چې وايي "د بلوڅانو د ملاتړ په برخه کې د هند لومړى وزير نرېندرا مودي په حقه دى."
ښاغلي کرزي چې په ممبیي ښار کې د "همغږۍ" بنسټ د جايزو ويش په کلنۍ دستوره کې گډون کړى و وويل د ښاغلي مودي د دغه دريځ ملاتړ کوي.
د ورځپاڼې په وينا، ښاغلي کرزي د پاکستان لومړى وزير نواز شريف وطنپال سياستوال بللى او ويلي یې دي چې له افغانستان او هند سره د اړيکو په برخه کې ښه نيت لري.
خو پخواني افغان ولسمشر ويلي، د پاکستان پوځي مشرانو ته بايد سبق ورکړل شي چې له خپلو گاونډيو سره داسې چلند نشي کولاى لکه اوس يې چې کوي او دا کړنه تاوان لري.
ښاغلي کرزي له پاکستان سره د ښو اړيکو جوړولو په برخه کې د ولسمشر غني کړنې ستايلې، خو ويلي یې دي پايلې نه لرلې او د پاکستان په وړاندې د ښاغلي غني اوسنى سخت دريځ هغه څه دي چې افغان ولس يې غواړي.
نیوز:
د پاکستان نيوز ورځپاڼې له داعش سره د پاکستاني اتباعو يوځاى کېدو ته کتنه کړې او وايي يواځې تېره مياشت څه د پاسه لس پاکستانيان په سوريه کې د داعش پر ليکو ور گډ شوي.
ورځپاڼې د ماريا بي بي په نامه د يوې ١٩ کلنې ميرمن او د هغې د ١٧کلن ميړه بېلگه را اخيستې ده.
ورځپاڼه وايي، ماريا بي بي د قاري عابد په نامه د داعش له يوه قومندان سره پر فېسبوک خبرې کولې او بيا يې ورسره پر ټلېگرام اړيکي ټينگ کړي و.
ورځپاڼه زياتوي چې ماريا بي بي د ځينو جهادي ويډيو گانو له نندارې وروسته خپل ميړه ته قناعت ورکړ چې دواړه سوريې ته ورشي.
مطلب وايي دوى خپل سفر د ايران او ترکيې له لارې سوريې ته پلان کړ.
د ورځپاڼې په وينا، ماريا بي بي او خاوند يې د هغو ١٤ پاکستانيو وگړو په ډله کې دي چې تېره مياشت په افغانستان او سوريه کې له اسلامي دولت نومې ډلې سره يوځاى شوي دي.
دا مالومات له هغو اورپکو ترلاسه شوي چې د پاکستان ترهگرۍ ضد ځواکونو نيولي.
د ترلاسه شويو مالوماتو پر بنسټ قاري عابد نومى قومندان په پاکستان او افغانستان کې د فېسبوک او ټلېگرام له لارې ځوانان د داعش ليکو ته ورماتوي او دوى سوريه او يا افغانستان کې بريدونو ته هڅوي.
گارډين:
بريتانيا چاپ گارډين ورځپاڼې په ليبيا کې د دوو مخالفو قومونو ترمنځ يوې خونړۍ شخړې ته کتنه کړې چې د يوې بيزو له امله رامنځته شوې او پکې ١٦ تنه وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي جگړه هغه مهال رامنځته شوه چې دريو تنکيو ځوانانو د ښوونځي پر يوې زدکوونکې په کور کې روزل شوې يوه بيزو خوشې کړه.
بېزو د نجلۍ پړونى تروړلى او وروسته يې د قوم غړو په غچ کې د مخالفې غاړې درې تنه ووژل.
شخړه په دې توگه وغځېده او څلور ورځې يې دوام وکړ چې پکې د ټانکونو او توغنديو په گډون درنې وسلې وکارول شوې.
اوس هم په سيمه کې خورې ورې ډزې کېږي او ژوند په ټپه ولاړ دى.
د ليبيا حکومتي چارواکو لا په دې تړاو څه نه دي ويلي.