تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
گارډين: طالبان له مالي کړکېچ سره مخامخ دي
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
گارډين:
بريتانيا چاپ گارډين ورځپاڼې د طالبانو مالي وضعې ته کتنه کړې او وايي، دغه ډله اوس له مالي کړکېچ سره مخامخ ده.
د ورځپاڼې په وينا په دې تړاو د طالبانو غورځنگ له گڼو غړو سره خبرې شوي.
دغو کسانو ويلي د طالبانو مالي ملاتړي ځکه د پيسو ورکړې لپاره زړه نه ښه کوي چې د دغې ډلې د بريدونو ډېرى قربانيان اوس بهرني سرتيري نه بلکې ملکې وگړي دي.
په گارډين ورځپاڼه کې خپور شوى مطلب وايي، طالبانو د اوږد مهال لپاره په سيمه کې د افغان او عرب شتمنو سوداگرو په گډون له خپلو خواخوږو بسپنې را ټولولې.
د طالبانو د يوې سرچينې په وينا، د دوى مالي وړتيا اوس دومره کمزورې شوې چې د پاکستان شخصي کلينيکونه او روغتونونه يې د سختو ټپي غړو درملنه نه کوي، ځکه دوى يې د لگښت پرې کولو جوگه نه دي.
د طالبانو د واکمنۍ د مهال يوه لوړ پوړي ډيپلوماټ چې د ورځپاڼې په وينا اوس هم له طالب مشرتابه سره نژدې دى ويلي: "د جگړې مشروعيت له افغانستانه د ډېر شمېر بهرنيو ځواکونو د وتلو او د طالبانو خپلمنځيو شخړو له امله کمزورى شوى، هغه جگړه چې طالبان هڅه کوي د بهرنيو په وړاندې د مبارزې په توگه يې وځلوي".
ورځپاڼې د طالبانو د يوې بلې سرچينې له خولي ليکلي د طالب غورځنگ په لوړ پوړو چارواکو کې له هلمنده ترلاسه کېدونکو پيسو پر سر هم مخالفتونه راټوکېدلي دي.
په جگړييزو چارو کې د طالبانو اوسني مشر ملاهبت الله د تجربې کموالى هم د بسپنې په کچه کې کمښت لامل بلل شوى.
ټايمز اف انډيا:
ټايمز اف انډيا په خپله نننۍ گڼه کې ليکلي چې هند له ژمنې سره سم افغانستان ته څلورمه الوتکه هم ورکړه.
ورځپاڼه وايي، هند د اسيا زړه هېوادونو غونډې په درشل کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ ډېرې کړي، او دغه هېواد ته يې د شوې ژمنې پر بنسټ يو "ام اى ٢٤" ډوله چورلکه وسپارله.
هند افغانستان ته د څلورو "ام اى ٢٤" چورلکو د ورکړې ژمنه کړې وه چې درې هغه يې وارله مخه دغه هېواد ته د لومړي وزير نرېندرا مودي د سفر په ترڅ کې سپارل شوې وې.
ډان:
ډان ورځپاڼې په پاکستان کې د بم موندنې کلپي يا جعلي وسيلو کارېدنې ته کتنه کړې.
د ورځپاڼې په وينا د "اې ډي اي٦٥١" په نامه د بم موندنې الې چې پر صادراتو يې بنديز لگېدلى په بريتانيا کې د يوه خصوصي شرکت له لوري جوړېدې او په گڼو هېوادونو کې د امنيتي ځواکونو له لوري کارېدې.
خو د دغې الې کارول په گڼو هېوادونو کې وروسته له هغه منع شول چې په ٢٠١٠ م کال کې د بي بي سي په گډون د ځينو ادارو څېړنو څرگنده کړه چې بم او يا چاودېدونکي توکي نشي پېژندلى.
ډان ورځپاڼه وايي، خو پاکستان اوس هم د بم يا د چاودېدونکو توکو موندنې لپاره "خوجي" په نامه ورته وسيله کاروي، چې د دغه هېواد د سياستوالو او ولسي استازو غوسه يې راپارولې