تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کډوالو په اړه د ټرمپ د ځانګړي فرمان مهم ټکي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ داسې یو فرمان لاسلیک کړی، چې پرمټ یې د کډوالو پرمخ څلور میاشتې ددغه هېواد پولې تړل کېږي او د مسلمان مېشتو اوو هېوادونو وګړو ته د وېزو ورکول د درو میاشتو لپاره بند بندېږي. د ټرمپ دا ګام د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.
په دې مطلب کې د دې مسلې ځینو مهمو ټکو ته کتنه شوې ده:
څه به کېږي؟
- د ۱۲۰ ورځو لپاره امریکا ته د کډوالو د ورتګ ځنډول
- تر نامالومې نېټې امریکا ته د سوري کډوالو د ورتګ بندیز. ښاغلي ټرمپ مرکه کې سوري مسیحیان مستثنا کړي وو
- د ایران، عراق، سوریې، لیبیا، سومالیا، سودان او یمن په ګډون د اوو مسلمان مېشتو هېوادونو د وګړو ته د ۹۰ ورځو لپاره امریکا ته د ورتګ مخنیوی. په دې فرمان کې د ملګرو ملتونو د ادارو هغه کارکوونکي او ډیپلوماټان مسثتنا دي، چې د امریکا وېزې لري
- ددغو هېوادونو د ګرین کارټ لرونکو وګړو د وېزو پر چارو بیا غور کېږي
- هغو مذهبي لږکیو کډوالو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې پخپلو هېوادونو کې ځورول کېږي
- د ۲۰۱۷ کال لپاره ۵۰ زرو کډوالو ته د سرپناه چمتو کول، د بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال ۱۱۰ زرو کډوالو ته د سرپناه چارې پتېل شوې وې
- د هغه پروګرام سم لاسي ځنډول، چې کډوالو ته یې د دوی په ناسوبتیا کې د وېزو تمدیدولو اجازه ورکړل وه
- استثناګانې به یوه یوه ارزول کېږي
د محکمې حکم
د امریکا یوې فډرالې قاضۍ امر کړی چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فرمان هغه برخې عملي کول دې د لنډمهال لپاره وځنډول شي، چې امریکا ته یې د اوو هېوادونو پر وګړو د ورتګ بندیز لګولی دی.
د محکمې د امر پربنسټ، د هغو کسانو د نیولو، ایستلو او شړلو بهیر د ''لنډمهال لپاره درول شوی'' چې امریکا ته یې د تګ قانوني وېزې لرې یا کډوال شوي دي.
د امریکايانو د مدني ازادیو ټولنې د شنبې په ورځ (جنوري ۲۸مه) د ټرمپ د فرمان په غبرګون کې محکمې ته یو شکایت وړاندې کړ.
د مسافرو ستونزې
د ټرمپ له خوا امریکا ته د اوو هېوادونو د وګړو د ورتګ د مخنیوي فرمان مسافرو ته ډېرې ستونزې راټوکولې دي.
سلګونو امریکايي وګړو د ځینو ایالتونو په هوايي ډګرونو کې د کډوالو په اړه د ټرمپ د نوې تګلارې او بندیز په اړه لاریونونه کړي دي.
ټرمپ څه وویل؟
ښاغلي ټرمپ وویل، د کډوالو د منلو بندول دولتي مامورانو ته د سیستم د ښه کولو پوره وخت ورکوي او دا ډاډ رامنځ ته کېږي چې د امریکا ملي امنیت ته ګواښونکي د وېزو په اخیستو نه توانېږي، خو نوموړي روښانه نه کړه چې دولتي مامورین به کوم ډول نوي کارونه په نظر کې نیسي.
هغو سوریايي وګړو چې امریکا کې یې د اوسېدو غوښتنه کړې، اوس د خپلې سابقې په اړه یو اوږ څېړنیز بهیر وګالي؛ داسې بهیر چې شاید د ۱۸ او ۲۴ میاشتو ترمنځ وخت ونیسي.
د بشري حقونو ډلې وايي، ټرمپ مسلمانان د هغوی د عقیدې له کبله په نخښه کړي دي. دوی دا هم وايي تر اوسه هېڅ کوم کډوال د ترهګرۍ په اړوند جرم نه دی تورن شوی.
ښاغلي ټرمپ چې ددغه پروګرام په اړه خبرې کولې، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې پېښو ته یې اشاره وکړه. په ورته وخت کې د یادو بریدونو د ۱۹ الوتک تښتوونکو په ډله کې هېڅ کوم داسې وګړی نه و، چې د ټرمپ د اوسني بندیز د اوو هېوادونو تبعه دې وي.