تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ فرمان ته نړیوال غبرګونونه
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه فرمان په اړه توند غبرګونونه ښودل شوي، چې امریکا ته یې د سوریې پر کډوالو او د ځینو نورو هېوادونو د وګړو د بندیز په اړه صادر کړی و.
ځینو نړیوالو حقوقي ډلو او فعالانو د ټرمپ ددغه فرمان په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي.
خو د ځینو اروپايي ښي اړخو سیاستوالو له خوا یې بیا هرکلی شوی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان ټرمپ هڅولی، چې د کډوالو رنګ، توکم او دین ته ونه کتل شي، خو باید ساتنه یې وشي.
د فرانسې لومړي وزیر جان مارک ایرولټ د ټرمپ دا پرېکړه "اندېښمنوونکې" بللې او وايي چې د جګړو ځپلو سیمو د کډوالو هرکلی زموږ "دنده" ده.
خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سیګمار ګابرییل - چې له ښاغلي ایرلوټ سره یې په تېره شنبې وکتل، ویلي "د ازادۍ او ډیموکراسۍ ارزښتونه - چې د تاوتریخوالي له تاوه د تښتېدلو ساتنه هم پکې راځي، غربي افکار دي چې پر موږ پورې هېڅ تړاو نه لري، غواړو همدا د امریکا متحدو ایالتونو ته واضح کړو. "
د ایران ولسمشر حسن روحاني که څه هم د ولسمشر ټرمپ نوم نه دی یاد کړی، خو په یوه وینا کې یې ویلي چې "دا وخت د ولسونو ترمنځ د دېوالونو او خنډونو جوړولو لپاره مناسب نه دی، دوی هېر کړي چې د برلین دېوال څو کاله وړاندې ویجاړ شوی (چې څرګنده اشاره یې د ټرمپ هغه هوډ ته وه، چې له مکسیکو سره پرپوله به دېوال جوړوي) ". دی زیاتوي "موږ د ولسونو ترمنځ د سوله ییز ژوند په زمانه کې یو. "
پراګ کې د چک ولسمشر میلیوش زیمان بیا د ترمپ دا فرمان ستایلی او پر خپل ټویټر یې لیکلي: "د امریکا ولسمشر خپل هېواد ساتي او د امنیت خوندي کولو هوډ یې لري، چې دا کار په اروپايي ټولنه کې موږ نخبه کسان نه کوو. "
په هالنډ کې د اسلام سرسخته مخالف ښي اړخي سیاستوال خیرت فیلډرز ویلي "دا په خوندي توګه د پاتې کېدو یوازېنۍ لار ده، که زه د ولسمشر ټرمپ پرځای وای، نو همدا کار به مې کړی وا. هیله لرم چې د سعودي په څېر نور اسلامي هېوادونه هم ژر د بندیزونو دغه لیست ته وراضافه کړي. "
د نړیوال عدالت په نامه سازمان ویلي، د ټرمپ پرېکړه د ناوریني پایلو لامل ګرځي، خو د بشري حقونو د څار سازمان بیا د کډوالو پرمخ څپېړه بللې چې وايي له ترهګریزو مسلو سره به د تعامل لپاره هېڅ ونه کړای شي.
د ناروې د کډوالو شورا یان انګلنډ ویلي: "دا پرېکړه به نه یوازې امریکا خوندي نه کړي، بلکې کوچنۍ او سپکه به یې کړي. "
د پاکستان د ښځو پښتنې فعالې ملالې یوسفزۍ - چې د سولې د نوبل جایزه یې هم ګټلې ده، د ډونلډ ټرمپ پر دغه فرمان نیوکه کړې:
"د امریکا اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو ماشومانو، میندو او پلرونو پر مخ دروازې تړي چې له تاوتریخوالي او جګړې پنا غواړي".
د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ او په امریکا کې نامتو پوهنتونیانو هم د ټرمپ پر وروستي فرمان نیوکې کړې دي.
د انساني حقونو ډلو دا تدبیر توپیري چلند بللی او ویلي یې دي چې په خطرناکو سیمو کې د کډوالو ستونزې زیاتوي او د امریکا دا نوم - چې د کډوالو ټاټوبی دی- زیانمنوي.
ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریه او یمن هغه اووه هېوادونه دي چې د ډونلډ ټرمپ په اړوند فرمان کې راځي.
د ګوګل شرکت له هغو هېوادونو د خپلو کارکوونکو د وتلو غوښتنه کړې، چې د ټرمپ د نوي فرمان په لیست کې شامل دي.
د دغه فرمان متن چې له لاسلیکېدلو څو ساعتونه وروسته خپور شو:
- د ۱۲۰ ورځو لپاره امریکا ته د کډوالو تګ ځنډول
- له "ملي ګټو" سره د جوړ "جدي بدلون" تر پلي کېدلو پورې د سوریايي کډوالو پر تګ بندیز
- له عراق، سوریې او نورو هغو هېوادونو چې "اندېښمنوونکي" دي د خلکو راتګ ۹۰ ورځې ځنډول
- په راتلونکي کې د پناغوښتنې د ادعاوو لومړیتوب معلومول، هغه هم که "د مذهب ځپنې له مخې" څوک په یو هېواد کې د لږکي مذهب برخه وي
- هغه پروګرام ځنډول چې په مرکه کې له شتون پرته یې کډوالو ته د ویزې نوي کولو یا تمدیدولو اجازه ور کوله.