تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د اوو هېوادونو ' ګرین کارت ' لرونکي هم نه شي کولای امریکا ته ورشي'
د امریکا کورني امنیت وزارت ویاند ګیلیان کریستنسن ویلي، د اوو هغو هېوادونو کسان، چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي د اوس لپاره که ګرین کارت هم ولري امریکا ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.
له نن ګهیځ راهیسې د ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سودان، سوریې او یمن اوسېدونکو پر مخ د امریکا دروازې تړل شوې دي.
بل لور ته د ولسمشر ډونالډټرمپ له دغه امر وروسته تکنالوژي کمپنۍ ګوګل له هېواده بهر خپل کارکونکي بېرته هېواد ته غوښتي دي.
د امریکا پر دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د یو شمېر هېوادونو له لوري نیوکې شوې دي.
ښاغلي ډټرمپ د جمعې پر ورځ د ' له ترهګریزو بریدونو د امریکا خوندیتوب ' په نامه یو ځانګړی امر لاسلیک کړ، چې له مخې یې د څلورو میاشتو لپاره د دغو اوو هېوادونو پر اوسېدونکو امریکا ته د ورتګ بندیز ولګاوه.
د امر له صادرېدو وروسته یو شمېر هوايي شرکتونو خپلو الوتکو کې امریکا ته د هغو کسانو له لېږدولو انکار وکړ، چې غوښتل یې هلته لاړ شي. تر اوسه دا معلومه نه وه، چې د ګرین کارت لرونکي هم امریکا ته نه پرېښوول کېږي.
اوس د امریکا کورني امنیت وزارت د ممنوع دخول کسانو په نوملړ کې هغه هم شامل کړي، چې ګرین کارت لري. د بشري حقونو فعالانو دغه تدبیرونه له تبعیضه ډک بللي او وايي له کبله به یې کډوال په خطرناکو حالاتو کې ژوند کولو ته اړ شي.
دوی وايي دې سره به د امریکا په اړه هغه تصور، چې ګواکې د کډوالو خاوره ده، زیانمن شي. په امریکا کې دننه هم د فېسبوک بنسټګر، یو شمېر نوبل جایزه ګټونکو او ځینې نورو مخورو کسانو پر دغې پرېکړې نیوکې کړې.