تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ فرمان؛ فدرالي قاضۍ د اوو هېوادونو د وګړو ستنول درولي
د امریکا نیویارک ښار کې یوې فډرالي قاضۍ د ولسمشر ټرمپ د وروستي فرمان له مخې پر هوايي ډګرونو د اوو مسلمانو هېوادونو د ۱۰۰ او ۲۰۰ ترمنځ وګړو د نیولو د لړۍ موقتو درولو امر کړی.
د امریکا د مدني ازادیو ټولنې د شنبې په ورځ د ټرمپ د فرمان په غبرګون کې د هغه پروړاندې محکمې ته شکایت کړی و.
دغه ټولنه وايي، قاضۍ امر کړی چې د ټرمپ د فرمان پربنسټ نیول شوي کسان باید خوندي وساتل شي او خپلو هېوادونو ته وانه ستول شي.
دغې ټولنې اټکل کړی چې د ټرمپ له فرمان صادرېدا وروسته له ۱۰۰ تر ۲۰۰ پورې کسان د امریکا په هوايي ډګرونو یا ټرانزیټ ځایونو کې نیول شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ امر وکړ چې "د امریکا د خوندیتوب لپاره د ترهګریزو بریدونو په مبارزه کې" باید امریکا ته د څلورو میاشتو لپاره د اوو هېوادونو وګړي پرې نه ښودل شي.
تر ډېره دغه هېوادونه مسلمانان دي.
د محکمې پرېکړه داسې مهال خپره شوې، چې د امریکا په ګڼو هوايي ډګرونو کې سلګونو کسانو د کډوالو د بندیز په اړه د ټرمپ د تګلارې پرضد لاریونونه وکړل.
په دې فرمان کې د درو میاشتو لپاره د ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سودان، سوریې او یمن وګړو ته امریکا ته په ننوتلو بندیز لګول شوی.
همداشان، د کډوالو د منلو پروګرام هم د ۱۲۰ ورځو لپاره په بشپړه توګه ځنډول شوي او امریکا ته د سوري کډوالو د ننوتلو بندیز تر دویم امر پورې ځنډول شوی.
د قاضۍ ان ډونلي د امر پر بنسټ، امریکايي چارواکو ته دا اجازه نه ده ورکړل شوې چې قبول شوي کډوال یا هغه چې باوري وېزې لري او په قانوني توګه امریکا ته داخل شوي بېرته ستانه کړي. "
د ټرمپ د فرمان پرضد د قاضۍ پروړاندې د کډوالو د حقونو د پروژې حقوقي مرستیال مشر لي ګلیرنټ دا قضیه ولوسته. ګلیرنټ وویل، د شنبې په ورځ ځینو کسانو ته "په الوتکه کې" د بېرته ستنولو ګواښ شوی و.
دی وايي: "قاضۍ - په لنډو د حکومت پر تېرو کړنو کتنه وکړه او هغه څه یې موږ ته راکړل چې ترې غوښتي مو و، هغه دا چې د ټرمپ د فرمان عملي کېدو مخه ونیسي. "
دی زیاتوي، قاضۍ له حکومته د هغو کسانو د نومونو لست غوښتی، چې د ټرمپ د نوي فرمان پربنسټ نیول شوي دي:
"د ټولو لیدو ته به ورشو، دوی ته به قانوني مشورې ورکړو او هڅه به وکړو چې سم لاسي یې له توقیف ځایونو راوباسو، چې لږترلږه د خطر له ځایونو بېرته ستانه کړل شي. "
محکمې په دې دعوا کې د غور کولو لپاره د فبرورۍ وروستۍ نېټه ټاکلې ده.
د امریکا د مدني ازادیو د ټولنې اجراییوي مشر انتوني رومیرو ویلي "دا ورځ راتلونکې ده".
دی زیاتوي: "د اجراییوي فرمان له لاسلیکېدا یوه ورځ وروسته یې موږ پرضد قضايي دغوه راپورته کړه... دا یو ناقانونه او نا "امریکايي" فرمان دی، چې له قوانینو سره په ټکر کې دی. "
د شنبې په ورځ یو یمنی او پنځه عراقي مسافر هغه مهال له الوتکې کوز کړل شول، چې د قاهرې له هوايي ډګره د امریکا نیویارک ښار ته یې سفر کاوه.
د جرمني کې اېل اېم هوايي چلند ویلي، اوه هغه کسان یې له الوتکې راکوز کړل شوي چې امریکا ته یې ټیکټونه کړي وو، ځکه چې په وینا یې دوی نور هلته نه منل کېږي.
دا امر پر دوه ګوني تابعیت لرونکو کسانو هم تطبیقېږي، د بېلګې په توګه یو بریتانیایی وګړی چې د ایران تابعیت هم لري، امریکا ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.
د دغه فرمان متن چې له لاسلیکېدلو څو ساعتونه وروسته خپور شو:
- د ۱۲۰ ورځو لپاره امریکا ته د کډوالو تګ ځنډول
- له "ملي ګټو" سره د جوړ "جدي بدلون" تر پلي کېدلو پورې د سوریايي کډوالو پر تګ بندیز
- له عراق، سوریې او نورو هغو هېوادونو چې "اندېښمنوونکي" دي د خلکو راتګ ۹۰ ورځې ځنډول
- په راتلونکي کې د پناغوښتنې د ادعاوو لومړیتوب معلومول، هغه هم که "د مذهب ځپنې له مخې" څوک په یو هېواد کې د لږکي مذهب برخه وي
- هغه پروګرام ځنډول چې په مرکه کې له شتون پرته یې کډوالو ته د ویزې نوي کولو یا تمدیدولو اجازه ور کوله.