هانګ کانګ کې د "ټرمپ" او "کیم جونګ اون" غاړه غړۍ کېدل

د عکس سرچینه، AFP
هغه صحنه چې هېڅوک یې د پېښېدو سوچ نه کوي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د کوریا ولسمشر کیم جونګ اون سره غاړه غړۍ شوي او یو بل ښکلوي.
دا انځور د دواړو ولسمشرانو نه دی، بلکې هانګ کانګ کې د دوی څېرو ته د ورته کسانو دی.
د دواړو سره نژدې کېدو د ګڼو خلکو پام ورواړاوه او ډېرو پرې وخندل.
دواړه د هانګ کانګ له ګڼې ګوڼې ډکو واټونو کې یوځای روان دي.
د شمالي کوریا د ولسمشر څېرې ته ورته یو استرالیایی سندرغاړی (هوارډ) دی چې هانګ کانګ کې اوسېږي. ده د کوریايي مشر ځانګړې جامې اغوستې او " ومرې امریکا، ومرې" نارې وهي.
خو د امریکايي ولسمشر څېرې ته ورته هم یو امریکایی سندرغاړی (ډینس الان) دی.
د ټرمپ څېره لرونکی یوه نیم ساعت وخت ته اړتیا لري چې نارنګ رنګه څیزونه پر خپل مخ او وېښتانو ولګوي.
د کوریا ولسمشر ته ورته سړي د امریکايي ولسمشر د ستایلو سربېره وویل، دواړه دولتونه اوس ځکه نه شي سره ملګري کېدای چې د"ظالمو" واکمنانو واکمني پرې چلېږي.
هوارډ وویل: "دی یو لوی مشر دی، هغه زما په څېر یو لوی دکتاتور دی. باوري یم چې امریکا به پر دویمې شمالي کوریا بدله کړي. نو موږ دواړه به نژدې ملګري شو."

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، .

د عکس سرچینه، .

د عکس سرچینه، Reuters








