تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له مکسیکو سره پر پوله د دیوال لپاره د ټرمپ ځانګړی امر
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له مکسیکو سره د امریکا پر سویلي پوله د دیوال رغوولو ځانګړی امر کړی دی. ښاغلي ټرمپ په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، چې مکسیکو به د دغه دیوال ټول لګښت پر غاړه واخلي.
نوموړي د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال د دغه ۲۰۰۰ میله اوږده دیوال رغولو ژمنه کړې وه. د چهارشنبې پر ورځ یو لړ مراسمو کې د دغه امر لاسلیک پر مهال نوموړي وویل:
''موږ له پیله د دغه دیوال رغولو خبره کړې وه. "
تمه کېږي، چې نوموړی به د روانې اونۍ اوږدو کې د پولو او کډوالو چارو اړوند ورته نور ځانګړي امرونه هم وکړي. ویل کېږي دغو کې به د ملي امنیتي تدبیرونو زیاتوالی، د کډوالو لاسرسی محدود کول او د منځني ختیځ او افریقا یو شمېر هغو هېوادونو اوسېدونکو ته د ویزا له ورکولو ډډه کول شامل دي، چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي.
له دې مخکې د چهارشنبې پر ګهیځ نوموړي له اي بي سي نیوز سره خبرو کې ویلي و، چې مسکیکو به د دیوال لګښت چې د ده له اټکل سره سم ۸ میلیاردو ډالرو ته رسېږي ورکړي:
" موږ به په دې اړه ډېر ژر خبرې پیل کړو او موږ ته به د مکسیکو له لوري دغه پېسې راکول کېږي. زه تاسې ته وایم دا به دوی ورکوي، په یوه بڼه، ښايي په یوه پیچلې بڼه. "
هغه زیاته کړه "او دا به د مکسیکو لپاره هم ډېره ښه وي. "