د سپینې ماڼۍ بیانیه د ټرمپ پوځي پلانونه ډاګیزوي

سپینې ماڼۍ ویلي، د ډونلډ ټرمپ حکومت به د امریکا پوځ پیاوړی کړي.

د سپینې ماڼۍ د بیانیې له مخې، د نوموړي په مشرۍ د امریکا حکومت به "د ایران او شمالي کوریا په څېر هېوادونو" د ممکنه بریدونو د مقابلې لپاره د توغندي ضد پرمختللی دفاعي سیستم یا ډال جوړ کړي.

ښاغلی ټرمب به د "پوځ بیارغولو" لپاره کانګرېس ته نوې بودیجه هم وړاندې کړي.

د سپینې ماڼۍ دا بیانیه زیاتوي، سایبري جګړه هم د "نوي سنګر" په نوم داسې ډګر دی چې د ډونلډ ټرمپ حکومت به د ملي او دفاعي امنیت لپاره لومړیتوب ور کړي او په سایبري جګړه کې به د امریکا یرغلیزه او مخنیوونکې وړتیا زیاته کړي.

په دې بیانیه کې د سرتېرو او د هغوی کورنیو ته د رسیدلو ژمنې هم شوې دې.

ډ ټاکنو مهال ژمنې

په ټاکنیزو هڅو کې د امریکايي ځواکونو پیاوړي کول د ټرمپ یو شعار و.

هغه دا ژمنه هم کړې وه، چې په نړیوال ډګر کې به د امریکا واک او ځواک پیاوړی کړي.

نوموړی د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ پر اټومي تړون نیوکې هم کوي.

هغه له دې مخکې ویلي و، چې اټومي تړون ډېر بد تړون و او باید بیا کتنه پر وشي.

خو ایراني چارواکو ویلي چې پر دغه تړون بیا کتنه او خبرې اترې نه مني.

د ایران ولسمشر حسن روحاني څو ورځې مخکې د اټومي تړون په تړاو د ډونلډ ټرمپ دریځ کم اهمیته وباله او ویې ویل: "دا خبرې تر ډېره شعاري دي او زه عملاً کومه پېښه له امکان لرې بولم".

د دغه هېواد مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي هم ویلي : "که ټرمپ دا تړون وشلوي، نو موږ به اور ور کړو".