"د افغان کډوالو په ستنېدلو سره پاکستان کې د غالیو صنعت له منځه ځي"
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
ایکسپرېس ټريبيون:

د عکس سرچینه، Getty Images
ایکسپرېس ټريبيون په پاکستان کې د افغان غاليو صنعت ته کتنه کړې او پوښتي، اوس چې کډوال له پاکستانه وځي نو ايا دغه هېواد د غالۍ اوبدنې صنعت سره مخ ښه کوي.
ورځپاڼه وايي، د کډوالو بېرته ستنول د غاليو اوبدلو پر صنعت سخت اغېز کړى او ور سره تړلي کاروبانه تړل کېږي.
ورځپاڼه زياتوي، ځايي سوداگر او افغان کاروباريان دواړه دا وېره لري چې د مسلکي کارکوونکو د نشتوالي له امله دا صنعت ښايي ړنگ شي.
د ورځپاڼې په وينا، پر افغانستان د شوروي اتحاد له بريد وروسته، په ٨٠ لسيزه کې، غالۍ اوبدونکي پاکستان ته ورغلل او په پېښور کې یې د افغان غالۍ اوبدنې صنعت دود کړ.
په پېښور کې ٧٠ سلنه غالۍ اوبدونکي افغانان دي او په پېښور کې د دوى توليد نړېوال نوم گټلى.
د غاليو يوه پاکستاني سوداگر ورځپاڼې ته ويلي د دغه صنعت له منځه تللو سره به د پاکستان ملي عوايدو ته زيان واوړي.
نيويارک ټايمز:
امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي، د روسيې بهرنيو چارو وزارت د انټرفاکس خبري اژانس ته ويلي، که امريکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو ايستلو پرېکړه وکړي نو دا به دغه هېواد کې روان حالت لا پسې ناوړه کړي.
انټرفاکس د افغانستان لپاره د ویلاديمير پوتين د ځانگړي استازي ضمير کابلوف له خولې ليکلي "تر هغه ځايه چې زه پوهېږم، ولسمشر ټرمپ له دغه هېواده د خپلو ځواکونو د ايستلو هوډ نه لري، ځکه که په روانو حالاتو کې دا پرېکړه کېږي نو هر څه به ونړېږي."

د عکس سرچینه، Getty Images
ډان:
پاکستانۍ ورځپاڼه ډان وايي، پاکستان تېره ورځ د ابابيل په نامه د يوه ډول باليستيک توغندي بريالۍ ازموينه وکړه.
ابابيل له ځمکې نه ځمکې ته توغندى دى چې ٢٢٠٠ کيلومټره واټن وهي او گڼې ګولۍ لېږدولى شي.
د ورځپاڼې په وينا، د ابابيل توغندى اټومي ګولۍ هم لېږدوي او په يو مهال په کره توکه د گڼو موخو په نښه کولو وړتيا لري.








