سپینه ماڼۍ: ولسمشر چمتو دی سوریه کې د داعش پر ضد روسیې سره ګډ عملیات وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشریزې ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ چمتو دی سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې د ځپلو لپاره، له روسیې سره ګډ پوځي عملیات وکړي.
نن دوشنبه د جنورۍ ۲۳ (د سلواغې ۴) په یوې خبرې ناستې کې د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر خبریالانو ته وویل چې واشنګټن د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره له هر هغه هېواد سره همکارۍ ته چمتو دی چې امریکا سره یې ګټې شریکې وي.
تر دې وړاندې د امریکا د متحده ایالتونو د دفاع وزارت د روسیې د دفاع وزارت له خوا سوریه کې د داعش پر مورچلو د ګډو هوايي بریدونو خبر رد کړی و.
ډونلډ ټرمپ د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال ویلي ول چې داعش د سوریې تر دولت بد دی او سوریه او ایران له دغې ډلې سره جنګېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سپینه ماڼۍ داسې وخت کې دا اعلان کوي چې د قزاقستان استانه ښار کې د سوریې د کړکېچ هواري په موخه د روسیې، ترکیې او ایران ترمنځ د خبرو نوی پړاو پیل شوی.
په دې خبرو کې د "اسلامي دولت" (داعش) په نامه له ډلې او د سوریې د حکومت له استازو پرته د مخالفانو استازي ګډون لري.
دا په روان کال کې جېنېوا کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د خبرو له ځنډېدو وروسته د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره لومړۍ خبرې دي.
امریکا اعلان کړی چې په دغو خبرو اترو کې د دوی کوم ځانګړی استازی ګډون نه لري او یوازې په قزاقستان کې د امریکا سفیر پکې برخه اخلي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي ول چې دغو خبرو اترو کې د امریکا د لوړپوړو چارواکو د نه ګډون لامل د ځواک د لېږد بهیر کې د دوی بوختیا ده.








