قزاقستان کې د سوریې کړکېچ هواري په موخه نوې خبرې پیل شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د قزاقستان استانه کې د سوریې د کړکېچ هواري په موخه د روسیې، ترکیې او ایران ترمنځ د خبرو نوی پړاو پیل شوی. خو حکومت مخالف وسله وال وايي له سوري حکومت سره به مخامخ خبرې ونه کړي.
دا په روان کال کې ژنیوا کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د خبرو له ځنډېدو وروسته د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره لومړۍ خبرې دي.
په دې خبرو کې د "اسلامي دولت" (داعش) په نامه له ډلې او د سوریې د حکومت له استازو پرته د مخالفانو استازي ګډون لري.
په خبرو کې سوریې ته د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن دي میستورا او قزاقستان کې د امریکا سفیر هم برخه لري.
له تېرو شپږو کلونو راهیسې سوریه کې پرله پسې رانې جګړې تر ۳۰۰ زرو ډېر سوري وګړي ووژل او ۱۱ میلیون نور یې هېواد پرېښودو ته اړایستل.
د یکشنبې په ورځ د روسیې مهم منځګړي الکسندر لاورنتیف وویل "ښکاره نه ده چې په خبرو کې ګډونوال مخامخ خبرې وکړي او که د منځګړو له لارې. "
د سوري حکومت د استازو مشر بشار الجعفري وویل "په اجنډا کې تر ډېره هڅه دا ده چې د تېرې میاشتې اوربند عملي کړای شي. "

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، AFP
د تېرې ډسمبر میاشتې پر ۳مه، روسیه او ایران د سوري حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د اوربند هوکړې ته مخکې رسېدلي وو، خو "اسلامي دولت" او فتح الشام (نصرت جبهه) نومې ډلې پکې نه وې شاملې.
د مخالفې "جیش الاسلام" ډلې استازي محمد علوش وویل، استانې ته د تللو هوډ لري "چې د سوري حکومت او ملګرو جرمونو ته د پای ټکی کېښودل شي. "
علوش زیاتوي، د خبرو "موخه د سوري نظام او ملګرو له خوا یې د دمو تویلو بندول دي او موږ غواړي چې د جرمونو دا لړۍ ودروله شي. "

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters
د سوریې د یوې بلې مخالفې ډلې (د سوریې ازاد پوځ) استازي وویل دوی به "د اوربند او د سوري نظام له خوا د ظلمونه لړۍ درولو په تړاو خبرې وکړي".
د مخالفانو د خبرو عالي پلاوي ویلي، د استازې خبرې "په ژنیوا کې د سیاسي برابرښت د خبرو دویم پړاو ته لاره هوارول دي."

د عکس سرچینه، Getty Images








