سوریه کې وسلوالو ډلو د سولې خبرو د پرېکون ګواښ وکړ

ر

د عکس سرچینه، AFP/Getty

د عکس تشریح، دا وسلوالې ډلې حکومت او ملاتړې ډلې یې د اوربند پر خلاف ورزۍ تورنوي.

د سوریې د حکومت ضد وسلوالو ډلو د روسیې او ترکیې په منځګړتوب د سولې پیلېدونکو خبرو کې د ګډون نه کولو ګواښ وکړ.

دغو لسو مخالفو ډلو په ګډ بیان کې ویلي، په قزاقستان کې تر هغه مهال د سولې خبرو کې برخه نه اخلي، چې د اوربند لپاره شوې هوکړه بشپړه پلې شوې نه وي.

د مسکو او انقرې په منځګړتوب تېره پنجشنبه په سوریه کې اوربند وشو.

ټاکل شوې د حکومت او مخالفو وسلوالو ترمنځ د سولې خبرې روانه میاشت د قزاقستان په استانه ښار کې پیل شي.

خو مخالفو وسلوالو ډلو په خپله بیانیه کې د ایران ځانګړې یادونه کړې او ویلي یې دي تر هغه د قزاقستان د خبرو لپاره په روانو سلا مشورو کې برخه نه اخلي چې له اوربنده د سوریې د حکومتي ځواکونو او د هغوی د ایراني ملاتړو سرغړونې پای ته نه وي رسیدلي.

دغو لسو ډلو ګواښ کړی که حکومتي ځواکونه او ملاتړي یې د مخالفینو تر ولکي لاندې سیمو کې د پرمختګ هڅه وکړي نو د روسیې ا و ترکیې په منځګړیتوب دغه مړژواندی اوربند به پای ته ورسیږي.

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د روسیې او ترکیې په منځګړتوب تېره پنجشنبه په سوریه کې اوربند وشو.

د یاغي ډلو په ګډ بیان کې ویل شوي چې حکومتي ځواکونو د مشق ته په نږدې سیمو ، وادي برده ، عین الفجة او ختیزه غوطه او د حماة او درعا په ځینو سیمو کې له اوربند سرغړونې کړي دي.

وادي برده ځکه مهمه ده چې د پلازمینې دمشق د څښاک اوبه له همدغې سیمې تر لاسه کیږي.

څو ورځې وړاندې روسیې او ترکیې د اوربند لپاره منځګړیتوب وکړ چې د روانې میاشتې په اوږدو کې د سولې د خبرو لپاره لاره هواره شي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د دغه اوربند او د سولې لپاره کیدونکې هڅې تایید کړې.

په دغه اوربند کې اکثره وسلوالې ډلې راځي، خو د اسلامي دولت ډله ، فتح الشام او د کردانو ملاتړې ملیشې نه دي شاملې.