واشنگټن پوسټ: سوریه کې وژل شوی القاعده مشر افغانستان کې هم جنګېدلی
واشنگټن پوسټ:

د عکس سرچینه، Getty Images
امريکا چاپ واشنگټن پوسټ ورځپانې په سوريه کې د القاعده د لوړ پوړي چارواکي ابو افغان المصري د وژنې په تړاو مطلب خپور کړى چې وايي المصري کلونه پخوا په افغانستان کې له القاعدې سره يوځاى شو.
د ورځپاڼې په وينا نوموړي په افغانستان کې د امريکايي او نورو اېتلافي ځواکونو په وړاندې بريدونو کې هم لاس درلود.
المصري د نومبر پر ١٨ نېټه د بې پيلوټې الوتکې په بريد کې ووژل شو.
هرالډ:

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان چاپ هرالډ ورځپاڼې په يوه اوږده تحليلي مطلب يا شننه کې د پاکستاني پوځ تلونکي مشر راحيل شريف د گرانښت لاملونه په ګو ته کړي.
ورځپاڼه د "هغه مشر چې کېداى شواى پاچا شي" تر سرليک لاندې ليکلي:
راحيل شريف د خپل سلف اشفاق کياني په څېر هغه څه کول خپل مسوليت باله چې د ده په اند سم و، پرته له دې چې له اساسي قانون سره سمون او يا ډیموکراټيکو معيارونو ته يې پام وکړي.
ورځپاڼه وايي، اوسنيو شرايطو ته په پام چې د نا امنۍ، ترهگرۍ او فساد کچه لوړه او له سياستوالو هم په عمومي توگه خلک ناهيلي شوي، نو په دې پوهېدل نه دي گران چې د نوموړي د گرانښت کچه ولې لوړه وه.
وال ستريټ ژورنال:

د عکس سرچینه، Getty Images
وال ستريټ ژورنال د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لپاره پر نوماندانو روان غور ته کتنه کړې.
ورځپاڼه وايي، نوى ټاکل شوى ولسمشر ډونلد ټرمپ د امريکا د بهرنيو چارو د نوي وزير په توگه د مټ رامني گومارنې ته ليوال دى.
خو ښاغلي ټرمپ ته نږدې سرچينو ورځپاڼې ته ويلي چې په دې برخه کې د سلاکارانو مخالفت يې دا چاره ځنډولې ده.
د دغو سرچينو په وينا، د ښاغلي ټرمپ سلاکاران د دې دندې لپاره د نيويارک د پخواني ښاروال "رودولف جولياني" د گومارنې سلا ورکوي.
ډان:

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې يو شمېر هغو پوښتنو ته کتنه کړې چې په امريکا کې مسلمانان ورسره مخامخ شوي او تر ټولو ډېرې احمقانه پوښتنې بلل شوې دي.
په ورځپاڼه کې راغلې ځينې پوښتنې په دې ډول دي:
مسلمان څه ته وايي؟
ايا تاسو د سپوږمۍ عبادت کوئ؟
ايا داسې پلان لرئ چې يو ځاى کې چاودنه وکړئ؟
ايا مسلمانان هم ترهگري غندي؟
تاسو ولې داسې ياست؟
او نور ډېر.
ورځپاڼې د يوې ويډيو له لارې د دغو پوښتنو د ځوابولو هڅه کړې چې په دې توگه خلک د اسلام په تړاو پوهاوى پيدا کړي.








