د هالنډ لومړی وزیر: که دا ځای مو نه خوښېږي، ولاړ شئ

روته

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هالنډ لومړی وزیر مارک روته: که په داسې یوه هېواد کې اوسېږئ چې د ژوند له بڼې یې ځورېږئ، د غوراوي حق لرئ.

د هالنډ لومړي وزیر مارک روته له یوې کورنۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، هغه کسان چې هالنډ کې یې د ژوند بڼه نه خوښېږي، کولی شي له دې هېواده ولاړ شي.

ښاغلی روته دا څرګندونې داسې مهال کوي چې دوه میاشتې وروسته ټاکنې ترسره کېدونکې دي.

ښاغلي روته د "اې ډي " له ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي "دا چې ځینې له ښځو سره له لاس ورکولو ډډه کوي ډېر عجیب دی ".

ده ویلي، "هغه نوي راغلي خلک چې له خپلې آزادۍ ناوړه ګټه پورته کوي او هڅه کوي خپل فرهنګي معیارونه پر ټولنې وتپي ډېر ځوروونکي دي او هالنډیانو ته دا احساس ورکوي چې ګواکې هېواد یې له لاسه وځي. "

د ښاغلي روته خبرې پر څو ورځپاڼو او د ده د ګوند پر وېبپاڼه خپرې شوې دي.

د عکس سرچینه، NurPhoto

د عکس تشریح، د ښاغلي روته خبرې پر څو ورځپاڼو او د ده د ګوند پر وېبپاڼه خپرې شوې دي.

د هالنډ لومړي وزیر د مرکې په دوام وویل، "که په داسې یوه هېواد کې اوسېږئ چې د ژوند له بڼې یې ځورېږئ، د غوراوي حق لرئ. اړ نه یاست دغه هېواد کې پاتې شئ. "

د سږ زېږدیز کال د مارچ په میاشت کې هالنډ کې عمومي ټاکنې کېږې چې د ولسې جرګې ۱۵۰ غړي به پکې ټاکل کېږي.

نوې نظرپوښتنې ښيي چې د خرت ویلدرز په مشرۍ د آزادۍ ګوند د ښاغلي روته په مشرۍ د آزادۍ او دیموکراسۍ تر ګوند مخکښی دی.