بلغاریا کې "افغان کډوالو او پولیسو شخړه کړې"
نژدې ۱۵۰۰ کډوالو بلغاریا کې دوه ورځې وروسته له هغې پولیسو سره شخړه کړې چې د دوی تر ټولو لوی کمپ کې د ناروغۍ خپرېدو ناسم را پور ورکړل شوی و. ویل کېږي چې ډېری دغه کډوال افغانان دي.
اعتراض کوونکو د بلوا ضد پر پولیسو د تیږو ګوزارونه کړي او هغوی د معترضانو د خپرولو لپاره پر دوی اوبه شیندلي او ربړي ډزې یې هم پرې کړي.
داسې ویل کېږي چې تر اوسه شاوخوا ۴۰۰ کسان نیول شوي دي.
له شخړې وروسته د بلغاریا لومړي وزیر رسنیو ته ویلي هغو افغانانو چې له پولیسو سره یې نښته کړې، بند کمپ ته استول کېږي او بیا به خپل هېواد ته شړل کېږي.
د لومړي وزیر په وینا هغو کسانو چې په دغه غیرقانوني عمل یې لاس پورې کړی قانون ته سپارل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
له سیمې ځینې ناتایید شوي راپورونه شته چې په دغه شخړه کې دوه پناه غوښتونکي افغانان وژل شوي دي. خو تر اوسه په دې اړه کوم چارواکي څه نه دي ویلي.
په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویډیویي انځورونه خپاره شوي چې ویل کېږي د همدغې شخړې پرمهال اخستل شوي.
په دغو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې ځینې کسان پر سر او غاړه سخت ټپیان شوي دي او وینې پرې راماتې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټپیان په پښتو او فارسي خبرې کوي او ظاهرا ښکاري چې افغانان دي.
ځینو سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د نومبر ۲۴مې تر شخړې وروسته د بلغاریا د بهرنیو چارو وزیر صوفیه کې د افغانستان سفارت له چارواکو سره کتلي دي.
بي بي سي پښتو ویبپاڼې هڅه وکړه چې د بلغاریا په پلازمینه صوفیه کې د سفارت له کارکوونکو سره په دې اړه خبرې وکړو خو بریالي نه شوو.
نژدې ۱۳۰۰۰ کډوال د اروپایي ټولنې ترټولو بېوزلي هېواد بلغاریا کې ګېر پاتې دي.
د ناقانونه تېرېدنو د مخنیوي لپاره دغه هېواد له ترکیې سره پر پوله دېوال جوړ کړی او د پولې کنټرول یې سخت کړی دی.
د حارمانلي اوسېدونکو د تېرې یکشنې په ورځ وروسته له هغه اعتراض وکړ او د کډوالو دغه کمپ بندېدو غوښتنه یې وکړه چې یوې سیمه ییزې رسنۍ هلته د ناروغیو خپرېدو راپور ورکړ.
چارواکو وروسته دغه کمپ په موقتي ډول وتړاه او روغتیایي چارواکو خپلې څېړنې پیل کړې او د کمپ اوسېدونکو ته د وتلو اجازه نه ورکول کېده.
د بلغاریا د کډوالو ادارې مشر رویټرز اژانس ته ویلي؛ "تر ناسمو راپورونو وروسته چې ګواکې په دغه مرکز کې ناروغي خپره شوې، یو مصنوعي کړکېچ رامنځته شو او خبره تر دې کچې را ورسېده."

د عکس سرچینه، Reuters
انډېپنډنټ ورځپاڼې د بلغاریا لومړي وزیر بوکو بوروسوف په حواله راپور ورکړی چې د اروپايي ټولنې او افغانستان ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به د راتلونکې ډسمبر میاشتې له پیله سلګونه افغان کډوال خپل هېواد ته واستوي.
انډېپنډنټ ویلي؛ هغه نور کډوال چې په دغې شخړه کې ښکېل وو نورو کمپونو ته استول کېږي.
په اروپا کې په ځانګړې توګه یونان کې چې نورو اروپایي هېوادونو ته تلوونکي لسګونه زره کډوال په کې ګېر پاتې دي کړکېچ ډېر لوی دی.
تېره اونۍ په خیوس ټاپو کې د کډوالو پر یوه کمپ برید وشو چې له امله یې ۱۵۰ کډوالو له سیمې وتښتېدل.









