بحرین درې شیعه ګان د پولیسو د قتل په جرم اعدام کړل

د عکس سرچینه، Reuters
د بحرین چارواکو درې شیعه تورن د درو پولیسو د وژلو په جرم اعدام کړي. پولیس د ۲۰۱۴ کال مارچ میاشت کې وژل شوي وو.
د بحرین رسمي خبري اژانسونو ویلي، درې واړه تورن د یکشنبې په ورځ په مرمیو وویشتل شول.
پر انټرنېټ د دغو کسانو د اعدام له خبر خپرېدا وروسته واټونو ته سلګونه کسان په لاریون کې راووتل.
دا د ۲۰۱۱ کال له پاڅون وروسته بحرین کې د اعدام لومړنۍ پېښه ده. شیعه مشرانو په یاد کال کې مظاهرې وکړې او د لانورو سیاسي حقونو ترلاسه کولو غوښتنې یې کولې.
په شیعه مېشه سیمو کې د امنیتي ځواکونو او لاریونیانو ترمنځ په ګڼو ښارونو کې اخ او ډب شوی دی او چارواکو په هېواد کې د مخکښو شیعه مشرانو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.
له ځینو شیعه مخکښو مشرانو تابعیتونه هم اخیستل شوي.
د تازه اعدام شویو کسانو نومونه عباس السمیع، سامي مشیمع او علي السنکیس ښوول شوي، چې درو پولیسو ته د ماین په اېښودو او د هغوی په وژلو تورن شوي وو.
په وژل شویو پولیسو کې یو د اماراتو و.
یوه اونۍ وړاندې سترې محکمې ددغو کسانو د اعدام حکم صادر کړی و.
د بشري حقونو ځینو ډلو ددغه اعدام مخالفت کړی.








