ډونالډ ټرمپ اسراییلو ته ویلي، چې 'غښتلي پاتې شي'

ټرمپ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دا پر ټولنیزه ویبپاڼه ټویټر د ښاغلي ټرمپ وروستۍ هېښوونکې څرګندونه بلل کېږي

د امریکا متحدو ایالتونو ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییلو غوښتي راتلونکې میاشت د ده د ندې سمبالولو تر مهاله ' غښتلي پاتې شي '

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه لیک ته په اشارې سره، چې په نیول شوې خاوره د اسراییلي مېشت ځایونو ودانول په کې غندل شوي، ښاغلي ټرمپ وویل اسراییلو سره د ' بې احترامي او سپکاوي ' رویه شوې.

دا پر ټولنیزه ویبپاڼه ټویټر د نوموړي وروستۍ هېښوونکې څرګندونه بلل کېږي.

د جمعې پر ورځ د امریکا متحدو ایالتونو د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د هغه پرېکړه لیک تصویب پر مهال رایې و نه کاروله، چې په کې له اسراییلو غوښتل شوي، چې د دغو مېشت ځایونو ودانول پرېږدي.

په هغو دوو ټویټر پیغامونو کې، چې د چهارشنبې پر ورځ نیویارک ټایمز خپاره کړي ښاغلي ټرمپ ویلي، موږ نه شو کولای پرېږدو چې همداسې له اسراییلو سره د بې احترامۍ او له سپکاوي ډکې رویه وشي.

'' دوی امریکا کې یو لوی ملګری درلود، خو... نور نه شته. د پای پیلامه له ایران سره ډارونکې هوکړه وه او اوس دغه ( م م ) اسراییلو غښتلي اوسئ، د جنورۍ ۲۰ مه په چټکې رانژدې کېږي. ''

په ۱۹۶۷ کال کې چې اسراییلو د بیت المقدس ختیځه برخه او لوېدیځه غاړه ونیول دغو سیمو کې یې نویو ودان کړیو مېشت ځایونو کې ۵۰۰ زره یهودانو ته مېشت ځایونه ودان کړل.

که څه هم اسراییل پرې ټینګار کوي، خو د نړیوال قانون له مخې دغه مېشت ځایونه غیر قانوني دي.

د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه لیک کې، چې د جمعې په ورځ تصویب شو، ویل شوي، چې 'د مېشت ځایونو ودانول قانوني حیثیت نه لري، دغه چاره له نړیواله قاونه برالا سر غړونه ده، د دوو دولتونو حل او د تل پاتې هر اړخیزې سولې پر وړاندې یو څرګند خنډ دی. '